Language

ټاکنو کې د ښځو د رول او حضور پاليسي د ټاکنو کمېسيون ته وسپارل شوه

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د پراختيا او په دې پروسه کې هغو ته د اسانتياوو د برابرولو په موخه، د ښځو چارو وزارت له خوا جوړه شوې پاليسي نن د ټاکنو کمېسيون چارواکو ته وسپارل شوه.

د دې پاليسۍ ځينې غوښتنې د نوم ليکنې او ځينې نورې يې د رايه ورکونې اړوند دي.

د ټاکنو په اړه ښځو ته د عامه پوهاوي لپاره کور په کور کمپاين، په لرې پرتو سيمو کې د ګرځنده ډلو له لارې د رايه ورکونې د کارتونو وېشل، استوګنځايونو ته نږدې د نوم ليکنې د مرکزونو پرانيستل د دې پاليسۍ عمده ټکي دي.

“په ټاکنو کې د ښځو د رول او حضور پاليسي” د يوه کال په موده کې د ښځو چارو وزارت جوړه کړې ده.

د دغه وزارت مرستيالې مژګان مصطفوي او د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسيون مشرې فوزيې کوفي د زمري په ١٤مه دغه پاليسي د پلې کولو په موخه د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا مشر ضياء الحق امرخېل ته وسپارله.

کوفي په خپلو کې خبرو کې وويل، چې د نوم ليکنې په پروسه کې تر دې مهاله د ښځو ونډه کمه ده او د ټاکنو کمېسيون بايد د دې ستونزې د حل کولو په موخه د ښځو د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې وکړي.

د کوفي په خبره، په نوې پاليسۍ کې د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه شوې، چې لږ ترلږه ٣٠ سلنه ښځينه کار کوونکې د ټاکنو په پروسه کې په دندو وګوماري.

هغې زياته کړه، چې د دې پاليسۍ له مخې بايد ټاکنو کمېسيون د رايه ورکونې ښځينه مرکزونه کورونو ته څېرمه پرانيزي، د رايه ورکونې کافي پاڼې ورواستوي او د تېر ځل د ټاکنو په څېر تر ټاکلې وخت وړاندې ونه تړي.

نوموړې وويل: “زموږ غوښتنه دا ده چې د رايه ورکونې مرکزونه کورونو ته نږدې وي، تر څو ښځې د رايه ورکونې پر مهال د امنيت احساس وکړي.”

د هغې په وينا، د پاليسۍ بله غوښتنه دا ده چې د ټاکنو کمېسيون، د ښځينه کانديدانو له رايو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

کوفي وويل، چې د ټاکنو پر مهال معلولو کسانو هم د ټاکنو کمېسيون بايد ځانګړې اسانتيا په پام کې ولري.

د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا مشر ژمنه وکړه، چې د نوې پاليسۍ غوښتنې به د امکان تر بريده عملي کړي.

امرخېل وويل، چې د ټاکنو کمېسيون په ټولو ولايتونو کې د ښځو لپاره د نوم ليکنې مرکزونه پرانيستي دي، خو امنيتي ستونزې، فرهنګي محدوديتونه او بې سوادي هغه څه دي چې د ده په وينا په ټاکنو کې د ښځو پر ونډې څرګند اغېز لري.

هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په اړه ښځو ته د پوهاوي ورکولو په موخه په ټول هېواد کې د ٣٢ راډيو ګانو او ١٢ ټلويزيونونو له لارې اعلانونه خپروي.

خو له علماوو، د مدني ټولنې له غړو، او سياسي ګوندونو وغوښتل چې د ټاکنو په بهير کې له کمېسيون سره پوره همکاري وکړي.

 امرخېل وايي، چې د ټاکنو کمېسيون استوګنځايونو ته د ټاکنيزو مرکزو د نږدې والي او د ښځينه کارکوونکو د ګومارنې له پاره تدابير نيولي دي.

د نوموړي په وينا، د ټاکنو کمېسيون په پکتيا او نورستان ولايتونو کې هم ښځينه کارکوونکې پر دندو ګومارلې چې ان په تېرو ټاکنو کې يې هم امکان نه وو.

 د ښځو چارو وزارت مرستيالې مژګان مصطفوي د ټاکنو کمېسيون ته ډاډ ورکړ چې کولى شي د نوم ليکنې او راى ورکونې لپاره له هغو سيمو څخه چې ښځو ته ځانګړې شوې، ګټه پورته کړي چې په مرکز او ولايتونو کې د دغه وزارت اړوند دي.