مزارشريف ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢ ) : د بلخ کوچيان وايي، چې که په دغه ولايت کې د کوچيانو لپاره د ټاکنو د کارتونو د ورکړې ګرځنده مرکزونه جوړ نه شي؛ نو ۹۵سلنه کوچيان به بې کارته پاتې شي.
د بلخ ولايت له څوارلس ولسواليو څخه نهو ولسواليو (چهاربولک، چمتال، بلخ، دولت اباد، شولګر، کشندې، زارع، خلم او نهرشاهي) کې کوچيان مېشت دي.
دوی وايي، چې د سيمو د لرې والي له امله د ټاکنو د کارتونو د ورکړې مرکزونو ته نه شي رسېدلی؛ له همدې امله د ټاکنو د کارتونو د ورکړې د ګرځنده ډلو غوښتنه کوي.
د کشندې ولسوالۍ د چغت سيمې يوه کوچي غوپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هره سيمه کې کوچيان په هواره کې نه، بلکې په غرنيو سيمه کې ژوند کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت کوچيان هم د خپلو مالونو د څر لپاره اړ دي، چې په دښتو، غرونو او تپو کې ژوند ولري.
هغه وويل: ((د کارتونو د ورکړې مرکزونه د ولسواليو په مرکزونو کې ( په هوارو سيمو) کې جوړ شوي، چې د کوچيانو راتګ ورته مشکل څه چې هېڅ امکان نه لري.))
غوپي وويل، چې دوى له خپلې سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته ايله په ٦ساعته پلي مزل ورته راورسيږي .
نوموړي زياته کړه، چې له دغې سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته د موټرو تګ راتګ نشته او دوی اړ دي، چې شپږ ساعته پلى مزل وکړي.
د هغه په وينا، چې که دولت د کوچيانو لپاره د کارتونو د ورکړې ګرځنده ډلې برابرې نه کړي، نو زيات شمېر کوچيان به له کارتونو محروم شي.
د چمتال ولسوالۍ د بارګاه سيمې کوچي ميرعالم پژواک اژانس ته وويل، چې د کوچيانو ژوند داسې دی، چې خپلې سيمې په اسانه نه شي پرېښودی.
نوموړي زياته کړه، چې دم ګړۍ دوی په غريزو سيمو کې د خپلو مالونو په څر اخته دي، چې هوارې ته په اسانه نه راځي.
د هغه په وينا، دی د ټاکنو د کارت اخيستو ته لېواله دی؛ خو نه شي کولى، چې د ولسوالۍ تر مرکزه پورې له نارينه وو او ښځو سره يوه ورځ کډه شي او کارت واخلي.
ميرعالم وويل، که دولت غواړي، چې کوچيان هم په ټاکنو کې برخه واخلي، نو د کوچيانو لپاره دې د کارتونو د ورکړې غم وخوري.
د بلخ ولايت د کوچيانو مديريت هم په دغه ولايت کې د ټاکنو د کارتونو په اړه د کوچيانو د ستونزو پخلی کوي او د ګرځنده ډلو غوښتنه لري.
د کوچيانو مدير محمد فاروق پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې د لرې والي له امله کوچيان په بلخ ولايت کې د ټاکنو د ورکړې له ټولو مرکزونو څخه په لرې واټن کې پراته دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په نهو ولسواليو (چهاربولک، چمتال، بلخ، دولت اباد، شولګر، کشندې، زارع، خلم او نهرشاهي) کې څه باندې ۲۴زره کورنۍ کوچيان مېشت دي، چې نفوس يې له ۱۴۰ زره تنو څخه اوړي.
د هغه په وينا، د ټاکنو پروسه د ټولو افغانانو لپاره ده او بايد کوچيانو له دې حق څخه لرې پاتې نه شي.
محمد فاروق وويل، چې که د ټاکنو خپلواک کمېسيون د بلخ ولايت د کوچيانو لپاره لږ تر لږه درې ګرځنده ډلې برابرې کړي؛ نو په اسانه به د ټول بلخ کوچيان کارتونه واخيستلی شي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د ټاکنو د کارتونو د ورکړې لپاره ګرځنده ډلې برابرې نه شي، نو د بلخ ۹۵ سلنه کوچيان به بې کارته پاتې شي.))
د هغه په وينا، ده د همدې ستونزې د حل په موخه د بلخ ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته خپل وړانديز کړی؛ خو لا يې ځواب نه دی ورکړی.
د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر اجمل احدي پژواک اژانس ته وويل، چې له دوی سره د بلخ کوچيانو د ټاکنو د کارتونو د اخيستو په اړه ستونزې شريکې شوي.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی د ستونزو رسمي مکتوب يې تر لاسه کړی او کابل ته يې استولی دی.
د هغه په وينا ، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي څانګې په دغسې حالاتو کې د تصميم نيونې صلاحيت نه لري؛ نو په تمه دي، چې د ټاکنو مرکزي کمېسيون څه تصميم نيسي.