Language

د جلال اباد ښار په چاودنه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢ ) : د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لاري کې ديوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن د زمري په ١٥مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا ١٠:٤٥ بجو په سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر وشوه.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه ديوه چسپکي ماين له امله شوې ، چې د پوليسو پر رېنجر موټر پورې نښلول شوى و.

د ذبيح الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، څنګه چې رېنجر څلور لاري ته ورسېد، نو ناڅاپه يې په شا ته برخه کې چاودنه  وشوه.

د هغه په وينا، د چاودنې له امله د رېنجر شاتنۍ برخه زيانمنه شوې، خو پکې ناستو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دى وايي ، چې په سيمه کې روان يو لس کلن ماشوم ځاى پر ځاى ووژل شو او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې په پېښه هغه ماشوم وژل شوى چې د اختر سودا اخيستو په موخه ښار ته راغلى و او دوه نور ژوبل دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې دوى ته د چاودنې له ځاى څخه يو جسد او دوه ټپيان راوړل شوي دي.

که څه هم له  چاودنې څخه يو ساعت اوښتى و، خو سيمې ته امنيتي مسوولين نه وو راغلي او نه يې هم رسنيو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې  ده ، چې څو ورځې مخکې هم په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ٩ عام وګړي ووژل شول او تر ٢٢ پورې ټپيان شوي وو.