واشنګټن ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢ ) : د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په جلال اباد ښار کې هغه چاودنه وغندله ، چې له امله يې داتو ماشومانو په ګډون ٩ عام وګړي ووژل شول.
دغه چاودنه او بريد د جلال اباد ښار په هغه سړک شوى و، چېرته چې د هندوستان کونسلګري موقعيت لري او د بريد موخه هم دغه کونسلګري وه، خو په شل مترۍ کې يې د ځانمرګي بريد کوونکي موټر کې چاودنه شوې وه، چې له امله يې په يو جومات کې ناست ديو شمېر ماشومانو په ګډون ٩ عام وګړي ووژل شول او تر ٢٢ پورې نور ټپيان شوي وو.
د ملګرو ملتونو دامنيت شورا پرون ياد بريد وغانده او ددې بريد د ترسره کوونکو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د ارجنټاين استازې ماريا کريسټينا ، چې د امنيت شورا دوره يي رييسه ده، تر پرونۍ غونډې وروسته خبريالانو ته وويل ، چې دوى ياده چاودنه په کلکه غندي.
هغې له ټولو هېوادونو غوښتي ، هغه کسان او ډلې چې د ترهګرو ملاتړ کوي، امکانات او مالي ملاتړ ورته پيدا کوي، بيا محکمې ته راکاږي .
د نوموړې په وينا، د امنيت شورا ١٥ غړو هېوادونو نه يواځې دا بريد غندلى، بلکې ددې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي او خواشيني هم څرګنده کړې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP