جلال اباد(پژواک،١٥زمرى٩٢): په افغانستان کې د هند سفير امير سينا وايي ، چې افغانستان ته له سرحده بهر خطر دى او دلته پر دوى بريدونه له پولې بهر تنظميږي.
د هند سفير دغه څرګندونې نن د ( زمري په ١٥مه) د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له والي ګل اغا شېرزي سره په يوه ګډ خبري غونډه کې وکړې.
د هند سفير د کوم ګاونډي هېواد نوم وانه خيست ، خو زياته يې کړه ، چې تر څو پورې ګاونډي هېوادونه په خپلې پاليسۍ کې بدلون رانه ولي، ستونزه نه هوارېږي.
ده زياته کړه: ((دا ډول بريدونه به زموږ دوستي له افغانستان سره کمزورې نه کړي.))
د هند سفير امير سينا دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ شوي ډله ييز بريد کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ٩ عام وګړي ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.
سينا وايي، چې دا ډول ترهګريز فعاليتونه په تېرو دېرشو کلونو کې په هند کې هم روان دي، خو د مخنيوي په موخه به يې په شريکه کار کوي.
د هند سفير زياتوي، چې د دوى پر کونسلګرۍ د بريد کوونکو او پلانوونکو په اړه دوى يواځې په يوه لوري شک لري او هيله مند دى، چې د دغه بريد د عاملينو په پېدا کولو کې د ننګرهار اداره خپلې چارې ګړندۍ کړي.
دى وايي: (( زموږ د شکونو په اړه څېړنې روانې دي.))
د هند سفير امير سينا د هند پر کونسلګرۍ د شوي بريد له امله د وژل شويو او ټپي ماشومانو په اړه وويل ، چې د هند هېواد د ننګرهار له ولسونو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي.
ده وويل: (( موږ سخت خواشيني يو، چې په دغه بريد کې هغه ماشومان ، چې جومات ته د قران لوستلو لپاره تللي وو، وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.))
د هند سفير زياتوي، چې د هر وژل شوي تن له کورنۍ سره لس،لس زره امريکايي ډالر مرسته وشوه.
امير سينا له ټولو ټپيانو سره شل زره امريکايي ډالره مرسته وکړه ، تر څو په درملنه کې ترې استفاده وشي.
د هند سفير وايي ،چې خپل کونسل ته يې لس زره امريکايي ډالر د شهيد شوي جومات لپاره ورکړي.
دى وايي ، هر کله چې پر ياد جومات کار پيل شو ، دوى به هغه لس زره امريکايي ډالر ولايتي ادارې ته وسپاري.
د هند سفير د هغې پوښتنې په ځواب کې ،چې پاکستان نه غواړي د هند او افغانستان تر منځ اړيکې غښتلې شي او د دا ډول بريدونو له امله غواړي، چې د دواړو هېوادونو په ملګرتيا کې درز واچوي، وويل: ((د هند او افغانستان تر منځ دوستي اوسنۍ نه ده، بلکې د پاکستان نوم هم نه وو، چې دې دواړو هېوادونو ملګرتيا سره وه.))
ياده دې وي ، چې د وژل شويو کسانو پر کورنيو د ناستې په پاى کې د هند د سفير له لوري راوړل شوې مرسته ووېشل شوه.