Language

ترافيکي پېښه کې د کاردان پوهنتون درې پاکستاني استادان مړه شول

کابل-جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون درې پاکستاني استادان په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي.

د کاردان پوهنتون د پروګرامونو د څانګې مسوول سردار ولي عمرخېل د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون د کابل– تورخم پر لويه لاره د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د شاهد خان، عمر خيام او امجدعلي په نومونو د دغه پوهنتون درې پاکستاني استادان د اختر د رخصتيو لپاره پېښور ته روان وو، چې په ياده سيمه کې د ترافيکي پېښې ښکار  او درې واړه مړه شول.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام ته نږدې رامنځته شوې وه.

د نوموړي په وينا، له کابل څخه د تورخم په لوري روان يو کرولا موټر له مخامخ لوى باربري موټر سره جنګېدلى چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دى وايي، چې په وژل شوو کې درې تنه پاکستانيان شامل دي.

شېرزاد وويل، د دوى مړي د غني خېلو روغتون ته وړل شوي وو او نن يې کورنيو ته وسپارل .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.