Language

د هلمند امنیه قوماندان له یوه ځانمرګي بریده روغ ووتلو

لښګرګاه ( پژواک ۱۶ زمری ۹۲ ) د هلمند امنیه قوماندان له یوه ځانمرګي بریده روغ ووتللو، خو په دې برید کې ۶ نور کسان ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د زمري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماښام په اوو بجو د روژه ماتي پر مهال رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه،  چې ځانمرګي برید کوونکو له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر د لښکرګاه د ناصري په څلور لاري کې دامنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار د موټرو له کاروان سره وجنګولو.

د ځواک په وینا، امنیه قوماندان له دې بریده روغ وتلی، خو په پيښه کې څلور پولیس او دوه عام وګړي ټپي شوي دي.

تر پيښې یوه ساعت وروسته امنیه قوماندان محمد حکیم انګار په یوه خبري غونډه کې وویل چې د برید موخه دی، خو دا چې دی پخپل موټر کې نه و، ترې روغ ووتلو.

هغه زیاته کړه چې په دې برید کې یو پولیس وژل شوی درې پولیس او دوه عام وګړي ټپیان شوي دي. 

خو د عبدالخالق په نامه یوه عیني شاهد پژواک ته وویل چې په پيښه کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لښرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې پژواک ته وویل چې دوی ته درې ټپي پولیس او یوه ماشومه راوړل شوي دي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

یادونې وړ ده چې یوه میاشت مخکې د هلمند پخوانی امنیه قوماندان نبي الهام په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.