اسعد اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په کونړ ولايت کې د نارينه وو تر څنګ زرګونو ښځو هم د روژې مبارکې په تراوېح لمانځه، ختمونو، تفسيرونو او اعتکاف کې ګډون کړى وو.
د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست چارواکي وايي، چې د روژې مبارکې مياشتې له را رسېدو سره سم د ولايت په مرکز او ولسواليو کې نږدې په څلور سوو جوماتونو کې د قرانکريم تفسير او ترجمې وشوې.
د دوى په وينا، په دغو پروګرامونو کې د نارينه وو ترڅنګ پنځلس ښځينه ديني عالمانو هم سلګونو ښځو ته د قران کريم ترجمه او تفسير کاوه.
د کونړ د حج او اوقافو رييس استاد سيد جمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ښځينه او نارينه ديني عالمان دغه کار خاص د خداى د رضا لپاره ترسره کوي او کومه معاوضه نه غواړي.
د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ د دغه ولايت په لسګونو جوماتونو کې د نارينه وو ترڅنګ زرګونو ښځو هم د تراوېح په لمانځه او قران کريم ختمونو کې ونډه اخيستې ده.
سيد جمال وايي، چې دغه راز سلګونه ښځې د روژې د وروستيو لسو ورځو پر مهال په خپلو کورونو کې په اعتکاف کې ناستې وې.
د سيف الرحمن په نوم د دغه ولايت يو ديني عالم وايي، چې په کونړ کې له ډېرو کلونو راهيسې د نارينه وو ترڅنګ ښځې هم په تراوېح لمانځه، ختمونو ، تفسر او ترجمو کې ونډه اخلي او دا يې ښه کار وباله.
د هغه په وينا، د شريعت له مخې د ښځو لپاره په دې برخه کې کوم ممانعت نشته، بلکې ثواب يې ډېر دى.
د اسعد اباد ولايت يوه اوسېدونکې مېرمن نجيبه چې هر کال د روژې په مبارکه مياشت کې د قرانکريم ترجمې او تفسير ته کېني، ډېر ګټه او معلومات ترې ترلاسه کوي.
هغې پژواک ته وويل: ((يوه ګټه يې دا ده، چې موږ بيا په کورونو کې خپلو ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته په دې اړه معلومات ورکوو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته يې ډېره ګټه رسوو.))
مېرمن نجيبې زياته کړه، که چېرې ټول خلک او په ځانګړي ډول ښځې د قرانکريم ترجمو ته کېني نو کولی شي چې خپل او د نورو حقوق ښه وپېژني او هغه ټولنيزې ستونزې چې نن ورسره يو شمېر کورنۍ او په ځانګړې توګه ښځې مخ دي، له منځه ولاړې شي.
نوموړې د بېلګې په توګه په بدو کې د ښځو ورکول، پر لور خور پيسې اخيستل او په کم عمر کې ودول ياد کړل.
د اسعد اباد ښار يوه بله اوسېدونکې مروه وايي: ((دا زما دريم کال دی چې زه د فضل مالک مولوي صاحب مدرسې ته د رمضان المبارک د مياشتې د قرانکريم د ختم او تفسير لپاره ورځم، او له دې سره زما په ژوند کې ډېر بدلون راغلى دى.))
هغې پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا يې ديني معلومات ډېر کم وو او پر دې هم نه پوهه چې د ښځې او خاوند تر منځ بايد ژوند څه ډول تېر شي او د دواړو حقوق څه دي؟
د مروې په وينا، چې اوس د ښځې او خاوند تر څنګ د اولادونو، ګاونډيانو مور او پلار او نورو له حقوقو خبره شوې ده.
دې زياته کړه: ((اوس مې له دنيايي خواهشاتونه زړه تور شوى، که ټولې ښځې ديني زده کړې وکړي، نو له ډېرو ناوړه کارونو به مخه ونيول شي.))
د دغه ولايت يو ديني عالم نجيب الله حقيار وايي، چې د ښځو د عامه پوهاوي لپاره يواځينۍ لار ديني زده کړې دي، ځکه چې د ده په وينا، ښځې د عالمانو پر خوله ښه باور کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((زموږ له دولت څخه هيله دا ده چې د جامع جوماتونو په څنګ کې دې د ښځو د زده کړې لپاره ځانګړي ځايونه جوړ کړي، تر څو خويندې د قرانکريم د ختم او تفسير زده کړې وکړي.))
د کونړ ولايت د ښځو چارو رييسه نسيمه شفيق سادات وايي، چې د روژې د مياشتې په ديني پروګرامونو کې ونډې اخيستو سره د ښځو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راغلى دى.
هغې پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه کار سره په دې ولايت کې د ډېرو ناوړه دودونو مخه نيول شوې ده.
سادات زياتوي، چې ګڼ شمېر ښځې په خپلو کورونو کې د ديني زده کړو تر څنګ په اعتکاف کې هم ناستې وې.