Language

په نرخ ولسوالۍ کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (  پژواک ۱۶ زمری ۹۲ ) د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د روژه ماتې پر مهال د ماین چاودنې درې ماشومان ووژل او ۱۰ نور عام وګړي یې ټپیان کړل.

د میدان وردګو ولایت  د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي  د زمري په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه د نرخ ولسوالۍ په تاترو سیمه کې نن د روژه ماتې پرمهال شوه.

د هغه په وینا، تر دې مخکې یوه بله چاودنه شوې وه، کله چې دسیمې خلک د چاونې په سیمه کې راټول شول، نو بله چاودنه وشوه، چې له امله یې ددوو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول او د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان شول.

خوګیاڼي وویل چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي، خو دهغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.

د  میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ کې د وسله والو طالبانو له لورې دا ډول کړنو ترسره کول په کلکو ټکو سره غندي او د وژل شویو کسانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته دبېړنۍ روغتیا  دعا کړې ده.

د عبدالقادرپه نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته وویل چې ترلومړۍ چاودنې وروسته کله چې خلک راټول شول، نو بله چاودنه وشوه، چې له امله یې زیاته مرګ ژوبله رامنځته شوه.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دیادونې وړ ده چې نن د روژه ماتي پر مهال دادریمه خونړۍ پيښه وه ، تر دې مخکې په غزني ښار او لښکرګاه کې دچاودنې او ځانمرګي برید له امله یو تن ووژل شو او تر ۲۰ پورې ټپيان شول.