هرات (پژواک، ١٦ زمرى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون ٣٢ وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شول.
د هرات والي سيدفضل الله وحيدي، په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې يادې ٣٢ کسيزې ډلې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليت کاوه، خو نن يې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې.
نوموړي د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې سوله وکړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
په هرات کې د سولې د عالي شورا مشر مولوي غلام سرور وويل، يادې ډلې له ځان سره يو شمېر وسلې او چاودېدونکي هم راوړي دي.
نوموړي له يوځاى شويو کسانو سره ژمنه وکړه، چې تر شپږو مياشتو پورې به د هغوى قوماندان ته د مياشتې ۱۳زره افغانۍ او د ملګرو هر يې تن ته يې شپږ زره افغانۍ مرسته ورکړي.
د يو ځاى وسله والو ډلې مشر ارباب سيف الله پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې، له دولت سره د مخالفت دليل د پخوانيو سيمه ييزو دولتي کارکوونکې بدچلند په ګوته کړ، چې په وينا يې، دې کار د ده په څېر ډېر نور کسان هم د طالبانو ليکو ته په ورګډېدو اړ وېستلي دي.
ده زياته کړه، دى او ملګري يې له تېرو ۵ کلونو راهيسې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو په ملاتړ د حکومت او نړيوالو ځواکونو پر ضد جنګېدلي دي.
د هغه په وينا، اوس به دى او ملګري يې په خپله سيمه کې په ډاډه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د هرات د سولې عالي شورا د مشر د معلوماتو له مخې، په روان کال کې دا اتمه وسله واله ډله ده، چې له دولت سره يوځاى کيږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن