Language

چاودنې ١٣ تنه ټپيان کړل

غزني (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې د چاودنې له امله د درېيو پوليسو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن مازيګر په نږدې پنځو بجو د غزني ښار په منځ کې د پرخې په څلور لاره کې رامنځته شوې ده.

ياده سيمه د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته څېرمه موقعيت لري.

نوموړي زياته کړه، چاودېدونکي توکي يوې هټۍ ته څېرمه ځاى په ځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړل شوې ده.

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې دوى ته له دې پېښې ١٣ تنه وروړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې ٣ پوليس، يوه مېرمنه، دوه ماشومان او نور عام وګړي شامل دي.

دا چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې د غزني چارواکو د اختر په رارسېدو د امنيت ډاډ ورکړى وو.

Related Topics