ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: د ملي پوځ سرتېري د لوګر ازرې ته ورسېدل

عظيمي: د ملي پوځ سرتېري د لوګر ازرې ته ورسېدل

کابل (پژواک،١٨زمرى٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو عمليات پاى ته رسېدلي او دا مهال د ملي اردو سرتېري په سيمه کې په تصفيوي عملياتو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن د (زمري ١٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې عملياتو کې، چې د زمري په لومړۍ نېټه پيل شوي وو، د دولت شاوخوا ٢٠٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٠ تنه ژوندي نيول شوي دي.

عظيمي زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې ډېر بهرني وګړي دي.

دده په وينا، په عملياتو کې د پوځ ١١ سرتېري هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې امنيتي ځواکونو ته تر ډېره د مخالفينو له خوا  د ځاى پر ځاى شويو ماينونو له امله ځاني زيان اوښتى دى.

 عظيمي وويل، چې د پوځ سرتېري له پوليسو سره په ګډه په سيمه کې د مخالفينو پر لټون بوخت دي او تر هغه وخته به هلته پاتې شي، چې سيمه له مخالفينو پاکه شي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا د ملي پوځ لومړني عمليات وو،چې له بهرنيو ځواکونو د مسووليتونو تر بشپړ لېږد وروسته يې په خپلواک ډول ترسره کوي.

د سيمرغ په نامه دا عمليات د زمري په لومړۍ نېټه د لوګر په ازرې او  د ننګرهار په حصارک ولسواليو کې چې يو بل ته څېرمه پرتې دي، وروسته له هغه پيل شول، چې د سيمې خلکو وويل ، چې طالبانو د حصارک او ازرې ولسواليو ته تلونکې ټولې لارې ددوى پرمخ تړلې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.