لښکرګاه (پژواک ١٨ زمرى ۹۲): د هلمند د نوزاد قومي مشران او دولتي مسوولين وايي، که دولت دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي، نو ډېرى سيمې به د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي.
د حاجي ولي محمدخان په نوم د نوزاد يو قومي مشر وايي، په تېرو څلورو کلونو کې چې د يادې ولسوالۍ امنيت د بهرنيو ځواکونو او افغان دولت په واک کې دى، هېڅ ډول کار نه دى شوى.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوزاد اوسېدونکي چمتو دي له افغان ځواکونو سره هر ډول مرسته وکړي، خو د دولت له خوا دوى له پامه غورځول شوي دي.
د نوزاد يو بل مخور محمداصف هم وايي، چې د دې ولسوالۍ نه يواځې د امنيت په برخه کې بې غوري شوې ده، بلکې د بيارغونې په برخه کې هم هېڅ ډول کار نه دى شوى.
د ده په خبره، د نوزاد او لښکرګاه ترمنځ لاره ويجاړه پرته ده، د ولسوالۍ کارېزونه بند دي، د څښاک اوبه نه لري او د دولتي سرتېرو تشکيل هم کم دى، چې له امله يې دوى امنيت ته اندېښمن دي.
د نوزاد ولسوال سيدمراد سادات وايي، که دولت د دې ولسوالۍ د امنيتي ستونزو په اړه جدي ګامونه پورته نه کړي، دا ولسوالي به يو ځل بيا له امنيتي ننګونه سره مخ شي.
ده زياته کړه: “اوسمهال د دې ولسوالۍ امنيت باوري نه دى، ځکه له څلورو برخو څخه يواځې يوه برخه د دولت تر واک لاندې ده.”
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو شونتيا شته، نو له دولتي لوړپوړو مسوولينو غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې په مخنيوي کې جدي اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګار د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي او وايي، دولت به د دوى د امنيت په ښه کولو کې کوټکلي ګامونه پورته کړي، د پوليسو او نورو امنيتي ارګانو تشکيلات به يې زيات کړي.
هغه ومنله، چې ځينې نيمګړتياوې شته، چې د هوارولو لپاره يې لاس په کار شوي دي او پرې به نه ږدي، چي د نوزاد امنيت بيا خراب شي.
امنيه قوماندان د نوزاد له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه، چې د امنيت او نورو پرمختګونو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم تاييدوى ، چې په نوزاد کې د امنيت په برخه کې نيمګړتياوې شته، خو دوى يې د هوارولو لپار له وړاندې پلان درلود، خو د سنګين جګړې د دوى د پلانونو مخه ډب کړه.
نوزاد د هلمند شمال لور ته له مرکزه د شاوخوا اتيا کيلومترړ په واټن کې پرته ولسوالۍ ده.