Language

کامه وال : د شیرزادو په پيښه کې د ننګرهار امنیتي چارواکي ملامته دي

جلال اباد (پژواک١٩زمرى٩٢): د ولسي جرګې غړى شريف الله کاموال وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د ٢٣ پوليسو په وژل کېدو کې چارواکي ملامته دي او قضايي ارګانونه بايد ياده موضوع ښه وڅيړي.

کامه وال دغه څرګندونې نن د زمري په ١٩مه د جلال اباد د عيد ګاه په جومات کې د وروستیو نا امنیو پر مهال د وژل شویو کسانو د فاتحې مراسمو پر مهال وکړې.

  د روژې مبارکې میاشتې پرمهال او داختر په ورځ په ننګرهار ولایت کې د نا امنیو له امله لسګونه عام وګړي او پولیس وژل شوي دي. په دې پيښو کې د شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ګڼ شمیر پولیسو ترڅنګ عام وګړي هم ووژل شول، په جلال اباد ښار کې ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د اختر په ورځ د غني خیلو ولسوالۍ په هدیره کې چاودنې ۱۶ کسان ووژل.

شریف الله کامه وال وويل چې په وروستۍ مياشت کې په ننګرهار کې ګڼې امنيتي پېښې رامنځته شوې، چې د ننګرهار سربيره د هېواد ټول وګړي پرې خواشيني دي.

د کاموال په وينا،  افغانستان په اوس وخت کې لسګونه کورني او بهرني دښمنان لري چې هر يو يې د خپلې ګټې لپاره په دغه هېواد کې يو شمير کړۍ په لاره اچولي او فعاليتونه کوي.

ده وويل: (( په دغه وخت کې د ولسونو ملاتړ ته سخته اړتيا ده، ولس چې د حکومت سره همغږى نه شي ستونزه نه هواريږي))

کاموال پژواک ته زياته کړه چې د شېرزادو ولسوالۍ په نښته کې د ډيرو پوليسو وژل کيدل هغه عمل دى چې د ننګرهار امنيتي چارواکي پکې ملامته دي.

نوموړي د کورنيو چارو وزارت د هغې پريکړې هر کلى وکړ چې له مخې يې د ننګرهار د پوليسو چارواکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

کاموال وايي: (( زه دا منم چې په ټولې ادارې کې ستونزې دي او د ستونزو د هواري لپاره بايد په ګډه کار وکړو))

د ولسي جرګې د دغه غړي په وينا چې قضايي او عدلي ارګانونه بايد ياده موضوع ښه تعقيب کړي تر څو په راتلونکې کې دا ډول پېښې رامنځته نه شي.

ده وويل: (( د شېرزادو د پېښې د پوليسو د وژل کيدو مسئولين امنيتي چارواکي دي))

دى وايي چې د ولسي جرګې يو شمير وکيلان د امنيتي ادارو سره په تماس کې دي تر څو د ننګرهار روان وضعيت تر څېړنې لاندې ونيسي او د ښه کيدا لپاره يې کارونه وکړي.

محبوب شاه محبوب

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.