کابل (پژواک ۲۰ زمری ۹۲ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نمیبیا پر وړاندې د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم په لوی توپیر سره وګټله او دغه راز یې د نمیبیا سفر ددریو لوبو په ګټلو سره پای ته ورساوه.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۲۰مه،پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال لیګ اتلولی سیالیو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه نن ترسره شوه.
هغه زیاته کړه چې د لوبې پچه د نمیبیا لوبډلې کپتان وګټله او په خپله یې د توپوهنې (بیټینګ) پریکړه وکړه.
د نوموړي په وینا، د نمیبیا لوبډله د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د خپل پړاو په ۴۶،۲ اوورونو کې ۱۹۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.
د هیواد کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري حمید حسن د سیالې لوبډلې ۴، حمزه هوتک او سمیع الله شینواري دوه، دوه او په خپل وار سره کپتان نبي عیسی خیل او کریم صادق یو یو لوبغاړي وسوځول.
هوتک وایي چې د توپوهنې په برخه کې د هیواد کرکټ ملي اتلانو بیا هم له ځانه ځانګړې وړتیاوې وښودلې او سیالې لوبډلې ته یې د لوبې په ۳۲ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ماتې ورکړه،
دافغانستان له لوري شهزاد محمدي یو ځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۲ منډې یې وکړې دغه راز نبي عیسی خیل ۴۶ او نوروز منګل ۴۱ منډې وکړې.
ملي لوبډله تر مخکې هم نمیبیا ته په یوه ورځنۍ او څلور ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې وه او دغه راز له نمیبیا څخه یې ددریو لوبو لړۍ وګټله. افغانستان څو میاشتې مخکې سکاټلینډ ته هم په دریو لوبو کې ماتې ورکړې وه.
په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود ټولو هیوادوالو ته د مبارکیو وییلو ترڅنګ د ملي لوبډلې له پام وړ بریاو ستاینه وکړه.
نوموړي ملي لوبغاړي د سولې او ملي یووالي سفیران وبلل او ددوی تود پرمختلونکي بهیر یې د هیواد په سپورتي ډګر کې بې ساری وباله
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هیوادوالو ته ددغې سترې بریا مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه : “په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ ته نړیوال ګوته په غاښ پاتې دي. موږ هره ورځ د یوې نوې بریا نمانځنه کوو او انشاءالله راتلونکی به مو د نمانځنو له تاوده بهیره تیریږي. زه د ملي لوبډلې هر غړي له ستړو او هڅو ستاینه کوم او ددوی په لاسته راوړنو کې د ملي یووالي انګازې اورم.
د ورته بهیر درلودونکو سیالیو په ترڅ کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال سپتمبر او اکتوبر میاشتو ترمنځ له کینیا سره مخ کیږي چې له ګټلو وروسته به یې د هیواد ملي لوبډلې ګام د نړیوال پنځوس اوریز جام تر سیالیو پورې خورا کوټلی او بریالی شي.
افغانستان اوس مهال د کرکټ نړیوال لیګ سیالیو د نومرو په جدول کې ۱۵ نومرو سره په دریم مقام کې قرار لري، ایرلینډ لومړی او هالنډ په دویم مقام کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP