ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ

author avatar
11 Aug 2013 - 16:45
author avatar
11 Aug 2013 - 16:45

کابل (پژواک٢٠زمرى٩٢):  د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي که طالبان وغواړي، افغان دولت چمتو دى، چې په ترکيه يا سعودي عربستان کې ورته دفتر پرانيزي. 

دوى وايي، دا هم شونې ده چې د طالبانو  دفتر په کور دننه او يا د سيمې په بل اسلامي هېواد کې جوړ شي.

دا وړانديز په داسې حال کې دى، چې طالبانو تېره مياشت قطر کې خپل دفتر تر لنډمهالي تړلو وروسته بيا نه دى پرانيستى.

طالبانو وروسته له هغه په قطر کې خپل دفتر وتاړه ، چې د افغان حکومت د اعتراض له امله د دوى بيرغ او د اسلامي امارت په نوم لوحه د امريکايي او قطري چارواکو له خوا ښکته شوه.

د افغان حکومت له نوي وړانديز څخه داسې ښکاري، چې نور د قطر دفتر بېرته پرانيستل کېدو ته لېواله نه دى .

جانان موسى زى وايي ، چې د قطر دفتر دافغان دولت له خوښې او شرايطو سره سم نه و جوړ شوى .

موسى زى ټينګار کوي، که طالبانو ته نوى دفتر پرانيستل کېږي، نو د افغان دولت  په شرايطو به برابر وي.

هغه زياته کړه : “د افغانستان دولت چمتو دى ، چې له طالبانو سره د سياسي دفتر له لارې اړيکه ولري او خبرې پيل شي، خو د سولې پروسه هېڅکله نشي کولى، چې اساسي قانون او په تېرې لسيزې کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي. دا پروسه نشي کېداى د نفاق سبب شي يا ملي يووالي ته خطر پېښ کړي.”

د بهرنيو چارو وزارت وياند په وينا، دافغانستان دولت اجازه نه ورکوي ، چې “دښمنان” د سولې له پروسې په ګټه اخيستو خپلو هغو موخو ته ورسېږي، چې د جګړې په ډګر کې يې نه دي ترلاسه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند دا يادونه هم وکړه ، چې که طالبان په خپل هېواد کې دفتر ته زړه ښه کړي، نو افغان دولت چمتو دى د مخامخ خبرو په موخه، د هغوى د باوري مرکچيانو د امنيت او مصوونيت، ضمانت وکړي.

هغه زياته کړه : ” خو که په هر دليل  چې وي او طالبان ونه غواړي دا ډول دفتر په افغانستان کې جوړ کړي، د افغانستان دولت چمتو دى، چې طالبانو ته د خبرو لپاره يو دفتر د سيمې په يوه اسلامي هېواد کې پرانيزي، ترجيح مو دا ده چې په سعودي يا ترکيه کې وي، ترڅو د طالبانو باوري استازي وشي کولى د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازيو سره اړيکي ولري او د  دواړو لوريو ترمنځ د مستقيمو خبرو زمينه برابره شي. “

دا په داسې حال کې ده، چې ولسشمر حامد کرزي په خپل اختريز پيغام کې وويل، چې که طالبانو په افغانستان کې دفتر پرانيستى واى ، نو نه به يې لوحه ښکته کېده او نه  يې هم بيرغ.

موسي زي همداراز په نږدې راتلونکي کې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي سفر ته په اشارې سره وويل ، چې دواړه لوري د سفر پر اجنډا کار کوي.

هغه وويل ، چې ددې سفر د اجنډا يوه مهمه برخه به د افغانستان د سولې پروسه وي، ترڅو له دې پروسې عملي او رېښتيني ملاتړ په موخه له پاکستاني چارواکو سره  پرې بحث وکړي.

هغه په پاکستان کې د افغان طالب مشرانو حضور د افغانستان د سولې په پروسه کې ددغه هېواد د رول لامل ياد کړ، خو نيوکه يې دا وه ، چې اسلام اباد تل هغه طالبان نيولي يا وژلي ، چې له افغان دولت سره يې د سولې نېغو  خبرو ته زړه ښه کړى دى.

ده زياته کړه:”نوبناً له طالبانو سره د سولې او د يوې سياسي پروسې د پيل پر وړاندې زموږ لپاره لويه ننګونه، په خواشينۍ سره د پاکستاني حکومت نه همکاري وه.”

خو ده وويل، چې ددې سفر پر اجنډا لا هم دواړه لوري کار کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.