غزني ښار(پژواک، ۲۰ زمری ۹۲) : د غزني د سولې شورا رييس او د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک ، چې يوه مياشت مخکې د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، د هندوستان په يوه روغتون کې يې ساه ورکړې ده.
فضل احمد ټولواک د روژې د مياشتې په لومړيو کې ، چې غوښتل يې له ده يک ولسوالۍ څخه د غزني ښار پر لوري راشي، د خشک په سيمه کې يې پر موټر د ماين چاودنه شوې وه.
په دې چاودنه کې ټولواک، د اندړو ولسوالۍ پخوانى ولسوال شېرخان يوسفزى ټپيان شول او دوه پوليس وژل شوي وو.
يوسفزي څو ورځې مخکې د غزني په روغتون کې ساه ورکړه، خو د غزني دسولې شورا رييس او د ده يک ولسوال د زياتې درملنې په موخه لومړی بګرام او وروسته هندوستان ته ولېږل شو.
د غزني ولايت يوه دولتي چارواکي ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټولواک د هند په يوه روغتون کې ساه ورکړې او جنازه يې کابل ته راوړل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، ټاکل شوې ده چې د هغه د جنازې مراسم نن ترسره شي .