غزني ښار (پژواک ٢٠ زمرى ۹۲): د غزني د ولايتي شورا غړي او ځيني خلک وايي، په پراختيايي پروژو کې فساد د دې لامل شوى، چې کار يې بې کيفيته او دوام يې لنډمهالى وي.
هغوى ادعا کوي، چې د دغو پروژو قرارداد له داسې کسانوسره کېږي، چې له دولت او يا داسې قومي مشرانوسره تړلي، چې په دولت کې ډېر زور او واک لري.
د ولايتي شورا غړي نادرخان ګيرو وال پژواک خبري اژانس ته وويل، د شرکتونو له لوري چارواکو ته بډې ورکول کېږي او ټولې پروژې هغه شرکتونه قرارداد کوي، چې چارواکو ته يې پيسې ورکړې وي.
نوموړي وايي: “ټول قرارداديان يا زورواکي دي او يا هم په دولت پورې تړلي هغه قومي مشران دي، چې هره ورځ د غزني له چارواکو سره په غونډو کې ناست وي.”
ګيرو وال زياتوي، د غزني زيات شمېر چارواکي ودانيز شرکتونه لري، لويې پروژې هم دوى په خپله په قرارداد اخلي.
د ده په خبره، په غزني کې ترسره شوي د بيارغونې کارونه بنسټيز نه دي او ځيني کارونه له سره کتنه غواړي.
د ولايتي شورا بله غړې حميده ګلستانۍ وايي، دولتي چارواکي او د شرکت څښتنان دواړه هڅه کوي، چې په هره پروژه کې نيمايي پيسې دوى ته پاتې شي.
ګلستانۍ وايي: ((دلته له ولايته فساد پيل ان د پروژې تر انجنيره پورې، نو دا پروژه به څنګه ترسره کېږي.))
د نوموړې په وينا، د ولايتي شورا غړو څو ځلې له يو شمېر پروژو څخه د ولايت مقام ته شکايت کړى دى، خو ولايت يې په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
هغه زياتوي، دغه پروژې نه يواځې د څو کلونو، بلکې د څو مياشتو په تېرو له منځه ځي.
هغې د غزني د ښار د څو سړکونو، د ښار دوه طرفه سړک او دغه راز د ٢٠١٣ کال د څو لويو پروژو لکه هوايي ډګر نومونه واخيستل، چې د کار کيفيت يې ښه نه دى.
د ولايتي شورا پر غړو سربېره د غزني خلک هم د ولايت پر مقام نيوکه کوي او وايي، ټولې هغه پروژې چې په تېرو څو کلونو کې ترسره شوې دي، بيا ځلي رغولو ته اړتيا لري.
د غزني ښار يو اوسېدونکى محمد اکبري وايي، يو کال مخکې سړکونه پاخه شول، خو اوس بېرته خراب شوي دي؛ زيارتونه ورغول شول، خو د دې پر ځاى چې ورغول شي، هغه پخوانۍ لرغونتيا يې ور ورکه کړه.
د ده په خبره، تر اوسه يې نه دي ليدلي چې چارواکو دې د کار پر مهال له دغو پروژو څخه ليدنه کړې وي.
هغه زياتوي، د پروژې قرارداديان د دولت رسمي مامورين دي، خپلې رسمي دندې ته نه ورځي او نه ورته پاملرنه کوي، بلکې د خپلې پروژې په کار بوخت وي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي هم ياده ستونزه مني، خو زياتوي، چې د ډېرى پروژو تړونونه په پلازمېنه کابل کې لاسليک کېږي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په غزني کې د بشپړو شوو پروژو کيفيت ډېر ټيټ دى او لامل يې دا دى، چې د پروژو تړون په مرکز کې کېږي، چې دوى يې بيا د څارنې واک نه لري.
له چارواکو مو غوښتنه وکړه، چې د هغو کسانو نومونه واخلي، چې هم دولتي دندې لري او هم شخصي ودانيز شرکتونه، خو دوى د ځينو نزاکتونو له امله د چا د نوم له اخيستو ډډه وکړه.
په دې پراختيايي پروژو کې سړکونه، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ودانۍ، د ٢٠١٣ کال لپاره ځانګړې پراختيايي پروژې، د لرغونو ابدو او تاريخي څليو رغونه په کې شامله ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن