Language

ماين جوړونکى د خپل ماين په چاودنه کې ووژل

جلال اباد (پژواک،٢٠زمرى٩٢): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماينونو جوړولو يو ماهر  ووژل شو.

 

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار ته نږدې په يوې هديره کې د ماينونو يو ماهر په خپل ماين وژل شوى او بل ټپي شوى دى.

 

نوموړى وايي، يادو دواړو کسانو غوښتل،چې په هديره کې ماين جوړ او بيا يې په بل ځاى کې ځاى پر ځاى کړي، چې د خپل ماين ښکار شوي دي.

 

ده وويل: (( د ماين جوړولو ماهر له پخوا نه ماينونه جوړول او د ده په لاس جوړو شويو ګڼ شمېر  ماينونو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده .))

 

دى وايي ، چې ټپي وسله وال د درملنې لپاره د عامې روغتيا روغتون ته ليږدول شوى دى.

 

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې دوه تنه ور وړل شوي وو.

 

ياده دې وي ، چې د اختر په لومړۍ ورځ ددې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ په هديره کې د ماين د چاودنې له امله ١٦ تنه ښځې او ماشومان ووژل شول.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.