Language

غزني ښار (پژواک ٢٠  زمری ۹۲): دوه کاله مخکې تخنيکي څېړنو ښودلې وه، چې د غزني د ملکي روغتون ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ ده او ډېر ژر دې خالي شي،خو لاهم دا ودانۍ نه ده خالې شوې او ستونزه پرخپل ځای پاتې ده.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې په (۱۳۹۰)  کال د کابل او په غزني کې د ولايت د ټاکل شوي تخنيکي پلاوي له لوري دا وښودل شوه، چې د غزني دولايتي روغتون ودانۍ د ړنګېدوله ګواښ سره مخ ده.

همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له هغه وروسته يې څوځله په دې اړه له مرکز سره ستونزه شريکه کړه، هغوى ته يې د ودانۍ د خطر خبر ورکړ ، خو تر اوسه دا ستونزه نه ده حل شوې.

نوموړی وايي،چې د ملکي روغتون ودانۍ ٦٣ کاله مخکې له خامو خښتو جوړه شوې ده .

د روغتون ودانۍ ته څېرمه څو سفټيک څاګانې هم شته، چې له امله يې د روغتون ودانۍ زيانمنه شوې ده.

بازمحمد همت وايي: (( څو ځله مو وزارت ته مکتوب واستاوه دوی هم پوهيږي، چې د روغتون ودانۍ په بد حالت کې ده، خو ستونزې ته د حل لاره نه لټوي.))

د ده په خبره،د غزني لپاره څلور کاله مخکې د يوه نوي ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې وروسته يې د ناڅرګندو عواملو له امله کار وځنډېد او ودانۍ نيمګړې پاتې شوه.

د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکټر ضياګل اسفندي هم دا مني، چې ملکي روغتون په بد حالت کې دى او په دې ستونزه د عامې روغتيا وزارت خبر دى.

اسفندي پژواک اژانس ته وويل، دا ستونزه اوس نه، بلکې درې کاله مخکې رامنځته شوه،په ودانۍ کې درزونه او چاکونه را پيدا شول.

نوموړې زياتوي : ((وزارت راسره ژمنه کړې، چې سږکال به په نوې ودانۍ کار پيلوي، خو دا دى د دې کال پنځمه مياشت هم په تېرېدو ده او کار لا نه دى پيل شوى.))

د عامې روغتيا رييسه وايي،چې دوى اوس په بېړني ډول د روغتون لپاره يوې کرايي ودانۍ ته اړتيا لري،تر څو په راتلونکي کې د اټکل شوې بدې پېښې مخه ونيول شي.

هغه زياتوي،چې اوسنى روغتون د ناروغانو اړتياوو ته ځواب نشي ويلى،دا د نيمې پېړۍ پخوا ودانۍ ده او له غزني پرته د ګاونډيو ولايتونو زابل،پکتيکا او ميدان وردګو ډيرى ناروغان هم د درملنې لپاره راځي.

د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني هم وايي،چې د ملکي روغتون ودانۍ په بد حالت کې ده او بايد په بيړه يې غمه وخوړل شي.

هغه زياتوي،چې د ملکي روغتون د نوې ودانۍ کار له تېرو پنځو کلونو راهيسې نيمګړى پاتې دى او بايد ژر تر ژره يې کار پيل شي.

Related Topics