Language

په سياه ګرد کې هم سيلاب ځاني او مالي زيان  اړولى دى

چاريکار( پژواک ٢١ زمرى ٩٢):  د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د تېرې شپې  سېلابونو له امله يو تن مړ او بل  لادرکه دى او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي .

د سياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه د سختو بارانونو له امله د  يادې ولسوالۍ په فندقستان ، خشکي ، قل خول او سنجل سيمو کې سېلابونه راووتل.

د ده په وينا، سېلاب د فندقستان په سردرې سيمه کې دوه تنه ځوانان وړي ، چې  يو يې تر اوسه ( له غرمې وروسته درې نيمې بجې ) لادرکه دى او بل يې چې ١٩ کاله عمر لري، مړ پيدا شوى دى .   

دى وايي ، چې په سردره کې د سېلاب له امله  يو ماشوم لږ  ټپي شوى هم دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په يادو سيمو کې سېلابونو ټولټال١٩ کورونه سخت زيانمن کړي  ٢٨٠٠  جريبه کرنيزه ځمکه ،٤٧ سربندونه ، لس پولګوټي او شل کيلومتره سړک يې تخريب کړي او د غنمو ٧ درمندونه يې وړي دي .

دى وايي، چې پر يادو کرنيزو ځمکو جوار ، لوبيا ، کچالو او نور کرل شوي و او يوه برخه يې باغونه وو.

د فندقستان درې يو اوسېدونکى نجيب الله وايي، چې په ياده دره کې تېره شپه شاوخوا لس بجې سېلاب راغلى او د سېلاب په مخه کې کورونه يې سخت زيانمن کړل.

دى وايي، چې سېلاب د ده  سل منه غنم هم وړي او د زردالو ، بادامو او الو د ونو يو جريب باغ يې تخريب کړى دى .

هغه وويل، چې له سېلاب ځپلو سره چا تر اوسه مرسته نه ده کړې .

ده له دولت او مرستندويه موسسو وغوښتل ،چې د سيمې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د سياه ګرد ښاروال احمد خطاب بابکرخېل  وايي، چې د سېلابونو د زيانونو په اړه يې د پروان ولايتي ادارې ته  راپور ورکړى ، خو د ناامنۍ له امله د زيانونو د معلومولو په موخه تر اوسه پلاوى سيمې ته نه دى تللى .

وړمه ورځ هم  د پروان   په شيخ علي او سرخ پارسا  ولسواليو کې سيلابونه راغلي و ، خو يواځې مالي زيان يې اړولى و.

وړمه ورځ  په کابل ، ميدان وردګو ، پکتيکا او کاپيسا ولايتونو کې هم سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ  ٢٣ تنه مړه  او شپږ نور  ټپيان کړل  .

Related Topics