کابل ( پژواک ۲۲ زمری ۹۲ ) : ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت دافغانستان، هندوستان او امریکا درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
په هندوستان کې دامریکا سفیره میرمن نانسي د زمري په ۲۲مه، په نوي ډیلي کې خبریالانو ته ویلي چې دا درې اړخیزه غونډه به دستمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال جوړه شي.
هغې زیاته کړې چې په دې غونډه کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ا فغانستان په حالاتو او افغان ملي ځواکونو لخوا دامنیت او عملیاتو د رهبرۍ په اړه خبرې وشي.
د نوموړې په وینا، هندوستان د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول لوبوي او امریکا د هند درول تسلیموي.
میرمن نانسي وویل چې هندوستان دافغانستان راتلونکي او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لوبوي.
په هند کې دامریکا سفیر ، له ۲۰۱۴ کال وروسته د رامنځته کیدونکو حالاتو په اړه کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا ډول درې اړخیزې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې دې کې اړوندو لوریو ته د خپلو اندیښنو څرګندولو چانس برابریږي.
نوموړې افغانستان سره دامنیتي سند په اړه وویل چې واشنګټن له کابل سره پر دې سند له نږدې کار کوي څو دغه سند لاسلیک شي.