Language

د هلمند چارواکي د ځمکو په غصب  او اداري فساد کې ښکيل دي

لښکرګاه(پژواک،٢٢ زمرى ٩٢) : چارواکي وايي، چې په هلمندکې د اداري فساد او د ځمکو دغصب له مخنيوي څخه دولتي مسوولين عاجزه دي اونه  شي کولى،  چې مخه يې ونيسي.

د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور وايي، چې په دغه ولايت کې په ښکاره اداري فساد کيږي، دولتي مسوولين هم پرې خبر دي، خو د مخنيوي لپاره يې هيڅ هڅه نه کيږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر کسان په اداري فساد او د رشوت اخيستلو په تور نيول شوي ،خو په هغه سربېره يې هم مخه نه نيول کيږي.

دوالي مرستيال زياته کړه، دوى د بيلابيلو ادارو مامورينو ته خبر ورکړى ، چې د فساد د مخنيوي په برخه کې د ولايت اداره او اړونده ارګانونه خبر کړي، خو نه پوهيږي، چې ولې هغوى مرسته  نه کوي.

د ده په خبره، له عامو خلکو يې هم غوښتنه کړې ده، چې له رشوت ورکولو څخه  ډډه وکړي او که چيرې دولتي مسوولين يې دکار د خلاصيدو په موخه  پيسي ترې غواړي د ولايت ادارې ته  دې خبر ورکړي.

دغه  راز د هلمند عام ولس هم په ادارو کې د فساد،رشوت او په ښار او ولسواليو کې د ځمکو د غصب تاييد کوي  او وايي، چې  د يادو ستونزو له امله پر دولت د خلکو باور کم شوى دى.

د حاجي مطيع الله خان په نوم يو تن وايي، ټول دولتي چارواکي په دې پوهيږي ، چې فساد شته ،د ځمکو غصب هم دوام لري،خو مخه يې نه نيول کيږي.

نوموړي وويل، همدا لوړ پوړي دولتي مسوولين په کابل او ولايت کې په دې ناوړه پديده کې شريک دي که  نه هيڅوک نشي کولى، چي يو قدم  له قانون څخه سرغړونه وکړي.

مطيع  الله خان زياته کړه، د مديرت له څوکۍ څخه  نيولې بيا د ولايت، ښاروالۍ او امنيه  قوماندانۍ پورې ټولې څوکۍ په کابل کې په ډالرو پيرل کيږي.

د لښکرګاه اوسېدونکى حبيب خان هم وايي،چې فساد او رشوت د دولتي چارواکو لپاره  هيڅ   شرم او بد کار نه ښکاري.

د ده په خبره، خلک په دې پوهيږي چې يو دولتي مامور لس زره  افغانۍ معاش اخلي ، خو په دوه کاله کې موټر ،لوړ پوړيزه ودانۍ او بهرني سفرونه  له کومه کوي.

نوموړي زياته کړه، که حالت په دغه ډول روان وي، هيڅ کله به امنيت  رانه  شي او نه به مو خلک د پرديو له فشار او احتياج څخه خلاص شي.

Related Topics