ميمنه-کندوز (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): په کندوز ولايت کې يوه ځوانه نجلۍ او په تخار او فارياب ولايتونو کې دوه ښځې ووژل شوې.
د ميمنې ښار د دويمي امنيتي حوزې امر سمونوال نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره نيمه شپه دوه ناپېژانده وسله وال د يادې ښځې کور ته ورننوتي او پر ډزو يې وژلې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې ٣٥ کلنې مېرمنې خاوند پخوا مړ شوى و او دې له خپلو دوو ماشومانو سره د ميمنې په ښار کې ژوند کاوه.
د پوليسو دغه چارواکي وويل، چې د وژنې علت يې لا هم نه دى څرګند، خو په اړه يې د دوى پلټنې دوام لري.
د يادې مېرمنې لور وويل: ((دوه کسان مو کور ته راننوتل، مور مې يې له خوبه را ويښه کړه، يوه يې لاسونه کلک ونيول او بل په چاقو ووهله.))
د فارياب د عامې روغتيا رياست د عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت وويل، چې يادې مېرمنې د زړه له پاسه د چاقو دوه ګوزارونه خوړلي دي.
خو په ورته وخت کې بيا په تخار کې يوه بله ٤٠ کلنه مېرمن هم وژل شوې، چې ٩ ماشومان ترې پاتې دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل وويل، ياده مېرمن په پاليز کې د خټکيو په شکولو بوخته وه، دوو ځوانانو چې يو يې د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکى و، له هغې څخه د رستاق د پتې په اړه کومه پوښتنه وکړه، خو مېرمن غوسه شوه او پر دوى يې د لوټې ګوزار وکړ.
اسير د يادو دوو نيول شوو ځوانانو له قوله وايي، چې وروسته يې په مېرمنې بريد وکړ او د چاقو په ګوزار يې له منځه يوړه.
بلخوا د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم يوه ١٨ کلنه نجلۍ وژل شوې ده.
د يادې ولسوالۍ ولسوال امام الدين قريشي وايي، چې دغه نجلۍ تېر ماښام د خپل ورور له خوا د چره ييز ټوپک پر ډز وژل شوې ده.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، ورور يې په چره ييز ټوپک سره بوخت و، چې ناڅاپه ترې ډز شوى او خور يې پرې وژل شوې ده.
هغه ټينګار وکړ، لا هم څرګنده نه ده چې ياد عمل تېروتنه ده او که قصدي، خو په دې اړه يې څېړنې دوام لري.
خو د کندوز د ښځو چارو رييسه نادره ګياه د دې ډول پېښو د غندلو ترڅنګ وايي، زيات احتمال لري ، چې ياده نجلۍ دکورني تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوې وي .
د هغې په خبره، دا په روان کال کې د ښځو او نجونو د وژنې ١٢مه پېښه ده، چې ډېرى عاملين يې تښتېدلي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP