Language

چاودنې په جلال اباد ښار کې درې تنه ټپيان کړل

جلال اباد (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې ته نږدې په چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا يوه نيمه بجه د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې ته نږدې د يوه هندو پخواني کور مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د امنيت امر وايي: ((يوه ښځه او يو سړى سرسري ټپيان دي او دا کور د يو هندو وو.))

نوموړي زياته کړه، چاودېدونکي توکي د کور په دروازه کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له امله يې د کور دروازه او يو موټر تخريب شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړى وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د سيمې اوسېدونکى راسخ پژواک اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي د هندو د کور مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو او په چاودنه کې يې درې تنه ټپيان شوي دي.

ده وويل، يوه ښځه هم چې د هندو په کور کې يې کار کاوه، په دې چاودنه کې ټپي شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار امنيت خراب شوى، د ځانمرګي بريد ترڅنګ يو شمېر چاودنې هم شوې چې په کې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.