Language

هلمند مېشتي سيکان خپل حقونه غواړي

لښكرګاه (پژواك ۲۳ زمرى ۹۲): د هلمند په مركز لښكرګاه كې مېشت اهل هنود پر ځايي اداره تور لګوي، چې دوى ته يې پوره حقونه نه دي وركړي.

هغوى وايي، له پنځوس كاله راپه دې خوا په هلمند كې مېشت دي او د نورو هلمنديانو په څېر په هره برخه كې حق لري خو څنګه چې ښايي هغسې حقونه نه دي ورته رسېدلي.

په لښكرګاه كې مېشت يو سيک هېوادوال كليوالي وكيل ويساك سنګ پژواک ته وويل، په هرو سختو ورځو كې يې د هلمند له خلكو سره يو ځاى کار کړى، عسکري يې کړې او د دولت ماليه يې ورکړې ده.

نوموړي وويل: ((موږ په اقليت کې حسابېږو، ارزښت نه راکول کېږي او په ځينو نورو مسايلو کې ستونزې لرو، چې له امله يې ډېرى کورنۍ له لښکرګاه څخه کډوالې شوې دي.))

د باسنګ په نوم يو بل سيک پژواک اژانس ته وويل: ((پنځوس کاله وړاندې هلمند ته راغلي يوو، په مارجې ولسوالۍ کې ځمکې راکړل شوې دي.))

د ده په خبره، چې لس کاله مخکې د وخت د ادارې له خوا د کورونو لپاره نومرې ورکړل شوې، خو د ښار د نورو اوسېدونکو په څېر د ښاروالۍ له خوا دوى ته ښاري اسانتياوې نه دې ورکول شوې.

د توتاسنګ په نوم يو بل اهل هنود هېوادوال وايي، دوى د چارواکو له چلنده ناراضه دي او که دا حالت دوام وکړي هلمند به پرېږدي.

د نوموړي په خبره، دوى چمتو دي چې د خپلو هټيو او سوداګرۍ ماليه ورکړي او په هر ډول ستونزو کې د دولت مرسته وکړي، خو دولت دې هم د اهل هنودو ستونزې هوارې کړي.

په هلمند کې مېشت سيکان د ښاروالۍ پر اداره هم نيوکه کوي او وايي چې د چاپېريال ساتنې ته يې پاملرنه نه ده کړې، له همدې امله يې ماشومان په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي.

خو د لښكرګاه ښاروالۍ د دفتر امر احمد مسعود سېلاب د دوى دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، نه يوازې يې د سيمې سړكونه ورته هوار كړي، بلكې ټول هغه حقونه يې وركړي، چې د ښار نور اوسېدونكي ترې ګټه پورته كوي.

نوموړى زياتوي، په پلان کې لري د دوى د استوګنې په سيمه کې وړې پروژې پلې کړي، لارې او ويالې يې پخې کړي او سيمه يې له کثافاتو پاکه کړي.

اوسمهال په هلمند کې د اهل هنود ٤٥ کورنۍ مېشتې دي، چې پخوا يې شمېر نږدې سلو کورنيو ته رسېده.

Related Topics