Language

وسله والو کابل ته  پر لاره دوه محلي پوليس ووژل

محمودراقي(پژواک ٢٣زمرى ٩٢) : نن سهار د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې وسله والو د محلي پوليسو دوه سرتېري له موټر نه ښکته کړل او ځاى پر ځاى يې په ډزو ووژل .

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د افغانيه درې اوسېدونکي ياد شوي دوه محلي پوليس کابل ته په شخصي سراچه موټر کې پر لاره وو ، چې د نجراب په کوره سيمه کې ووژل شول.

هغه وايي، چې دغه دوه تنه په ملکي جامو کې د شخصي کار لپاره کابل ته روان وو.

شمال د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې  دغه دوه تنه د پخوانۍ دښمنۍ له امله د افغانيه درې د دوو  اوسېدونکيو له خوا وژل شوي او قاتلان تښتېدلي دي .

دى وايي، چې د يادو کسانو مړي د هغوى کورنيو ته سپارل شوي او پوليس د قاتلانو د نيولو په لټه کې دي .

Related Topics