جلال اباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): د لغمان امنيه قوماندانۍ ته د ولسمشر حامد کرزي له لوري د زوړورتيا او مېړانې مډال ورکړل شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر کرزي د ٤٤م ګڼې فرمان له مخې د لغمان د امنيه قوماندانۍ لپاره د زړورتيا او مېړانې په منظور يو مډال د يوې غونډې په ترڅ کې ورکړل شو.
ځواک وايي، چې په همدې موخه د لغمان د امنيې قوماندانۍ په مقر کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ولايتي چارواکو سربېره د کورنيو چارو وزارت پېژندوال، د ياد وزارت له تروريزم سره د مبارزې عمومي رييس او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د کورنيو چارو وزارت پېژندوال پاسوال عبدالوکيل اکبري وايي، چې د ولسمشر کرزي له خوا د لغمان امنيه قوماندانۍ ته ځکه د زړورتيا او مېړانې مډال منظور شوى چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي او هم يې د لغمان ولايت امنيت ډاډمن کړى دى.
هغه زياته کړه: ((زه پر داسې والي او امنيه قوماندان وياړ کوم، چې لغمان يې د سولې په کور بدل کړى او امن يې په کې راوستى دى.))
نوموړي د لغمان له امنيه قوماندانۍ سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او د دوى هڅې يې وستايلې.
بلخوا د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل، چې له دوى سره د لغمان په امنيتي چارو کې ټولو لغمانيانو مرسته کړې ده.
ده وويل: ((موږ چې کامياب يو د ولسونو په همکارۍ کامياب يو، تر هغې چې ولس له موږ سره همکاري کوي، موږ به پر مخ ځو.))
د لغمان د ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال وايي، چې په دې وروستيو کې د لغمان امنيتي چارې ښې شوې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې پخوا د لغمان امنيت د ښار تر دروازو محدود و، خو اوس په ولايتي اداره کې د بدلون له امله ګڼ اصلاحات رامنځته شول.
ده وويل: ((مخکې به په مرکز کې هم امنيتي حالات خراب ول، مګر اوس لغمان يو له امنه ترينو ولايتونو څخه دى.))
بلخوا د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجديدي وويل، چې د کورنيو چارو د وزارت د وړانديز له مخې ولسمشر کرزي د يوه ځانګړي فرمان له مخې دوى ته د مېړانې او زړورتيا مډال ورکړى دى او دوى پرې خوښ دي.
ده وويل: ((وروسته به موږ له دې هم ډېره هڅه کوو، تر څو لغمان په هېواد کې وځلوو.))
نوموړى وايي، چې دغه وياړ يوازې د لغمان د امنيه قوماندانۍ نه، بلکې د ټول لغمان دى.
دى وايي، چې په ډېره کمه موده کې امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې له منځه يوړې او دغه ولايت يې د سولې پر کور بدل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP