Language

جلال اباد کې د ګازي او اسناد نه لرونکو رېکشو  د درولو لړۍ پيل شوه

جلال اباد (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د هغو رېکشاوو د نيولو لړۍ پيل شوه، چې قانوني اسناد نه لري او يا هم د ګازو په وسيله چلېږي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال اسدالله يوسفزي نن د زمري په ٢٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې په جلال اباد ښار کې سلګونه غير قانوني او ګازي ريکشې موجودې دي، چې پر وړاندې يې جدي کمپاين پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په ښار کې تر دې دمه سلګونه غير قانوني او ګازي ريکشې چلېږي چې له يوې خو امنيتي ستونزې راولاړوي او له بلې خوا يې ګرځېدو روغتيايي ستونزې پېدا کړې دي.

دى وايي: ((له درې زرو څخه زياتې ريکشې په ښار کې غير قانوني ګرځي او له موږ سره هېڅ ډول ثبت نه دي، د ثبت شوو رېکشو شمېره ١٤٠٠ عرادې دي.))

د ده په وينا، چې دا ټولې ريکشې په قاچاقي ډول راغلې، چې له شتون يې په ښار کې امنيتي، ترافيکي او روغتيايي ستونزې راولاړيږي.

هغه وويل، چې په اوس وخت کې يې يواځې د ګازي رېکشو پر وړاندې کلک کمپاين پيل کړى او هغه ريکشې چې پر ګازو چلېږي نيسي يې.

د نوموړي په خبره، چې تر دې دمه يې لسګونه ريکشې نيولې دي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير وايي، چې په ښار کې د ريکشو زيادښت ګڼې ترافيکي ستونزې راولاړې کړې او ځاى، ځاى د ريکشو د ډېروالي له امله ګڼه ګوڼه راپېدا کېږي چې ډېرى څلور لارې په ساعتونو ساعتونو بيا د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

سمونوال يوسفزى وايي: ((د غير قانوني رېکشو په نيولو سره ستونزه تر ډېره بريده هوارېږي.))

ده وويل، چې تر دې مهاله يې له لسګونو رېکشو څخه ګازډبې هم خلاصې کړې او ياد کمپاين به يې تر هغې جريان ولري تر څو ګازي ريکشې ختمې شي.

بلخوا د سږو د ناروغيو متخصص ډاکټر عمران الدين نبي خېل پژواک ته وويل، چې په ښار کې د رېکشو له ډېر لوګي څخه د ساه بندۍ او سينې ګڼې ناروغۍ رامنځته کېږي، چې يو شمېر يې ډېرې خطرناکې هم دي.

د هغه په وينا، يو شمېر ريکشې په ګازو چلېږي او په دې خاطر چې لګښت يې کم وشي او د ريکشې انجن يې روغ پاتې شي موبلايل په کې زيات واچوي چې له امله يې ريکشه ډېر لوګى کوي.

ډاکټر نبي خېل وايي: ((دغه لوګى د سينې سرطان او داسې نورې ناروغۍ رامنځته کوي، بايد ډېر احتياط وشي.))

د رېکشو مستري نجيب الله پژواک ته وويل، د رېکشو چلوونکي ځکه د تېلو پر ځاى له ګازو استفاده کوي چې مصرف يې کمېږي.

ده زياته کړه، چې رېکشه چلوونکي د دې لپاره چې سپما وکړي نو له ګازو کار اخي او موبلايل پرې ډېر ورپرېږدي چې له امله يې لوګى زياتېږي.

نوموړى زياتوي: ((دا لوګى چې له نږدې تنفس شي، سم د واره سړى زکام کوي.))

د جلال اباد اوسېدونکى حميدالله وايي، چې ورځ تر بلې په ښار کې د رېکشو شمېر زياتېږي او له زياتېدو سره يې په ښار کې د سينې ناروغۍ هم زياتېږي.

نوموړى وايي، چې په جلال اباد کې ډېرى رېکشې غيرې قانوني دي او کوم قانوني اسناد نه لري او کله کله ترې په چاودنو کې هم استفاده کېږي.

دى پر دولت غږ کوي، چې په ښار کې دې د ناقانونه رېکشو او د هغوى د انجن د لوګو غم وخوري ګني لويې ستونزې به راولاړې شي.

ياده دې وي، دا لومړى ځل نه دى چې په ښار کې د غيرې قانوني رېکشو او د ګازي رېکشو پر وړاندې کمپاين پيل شوى، بلکې له دې وړاندې څو ځلې دا ډول کمپاينونه شوي مګر کومه مثبته پايله يې نه ده لرلې.

د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکى او د رېکشې چلوونکى محمدنبي وايي، چې ده د بې وزلۍ له امله خپله رېکشه ګازي کړې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((تېل ګران دي، مزدوري نشته، د ورځې دومره نه شي ګټلى چې بېګاته يې وخورو، اړ يو چې ګازي رېکشې وکاروو.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.