ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات محاکمو سږ کال زر دوسيې څېړلي

author avatar
15 Aug 2013 - 16:37
author avatar
15 Aug 2013 - 16:37

هرات (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): په هرات کې په روان کال کې حقوقي پېښې زياتې او له امله يې په تېرو پنځو مياشتو کې ١٠٠٠ حقوقي او جزايي دوسيې څېړل شوې دي.

د هرات د استيناف محکمې رييس قاضي عبدالغفار زبير وايي، چې دغه دوسيې يې په پنځو مياشتو کې بشپړې کړې او ٩٥سلنه يې د سترې محکمې له لوري تاييد شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېر کال په پرتله حقوقي او جزايي دوسيې زياتې شوې، خو ده يې کره شمېره ونه ښوده.

د سترې محکمې يو بل چارواکى د نوم نه اخيستو په شرط وايي، د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ټولې ٧٠٠ حقوقي او جزايي دوسيې څېړل شوې وې.

د غه راز د هرات د استيناف څارنوالۍ د ښاري څانګې رييس څارنمل ګل احمد رامش د دوسيو څېړنه په عدلي او قضايي چارو کې د کار د ګړنديتوب له امله بولي او زياتوي، چې په ولسواليو کې د څانګو فعاليت زيات شوى دى.

د نوموړي په وينا، په عدلي او قضايي ادارو کې د خلکو باور زيات شوى او د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د هرات محکمې د هغه ماشوم تښتوونکي او وژونکي اعدام کړل، چې د ولسمشر کرزي د حکم له مخې يې د اعدام پرېکړه شوې وه.

نصير احمد، چې تښتوونکو يې ماشوم زوى وواژه د محکمې د پرېکړې ملاتړ کوي او زياتوي، چې بايد هر وخت د محکمې پرېکړې عملي شي تر څو د جرمونو ګراف راټيټ شي.

د هرات د محاکمو کې د کار د ګړنديتوب او روڼوالي په اړه په داسې مهال  خبر ورکول کېږي، چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د شفافيت څانګې د افغانستان محاکم په اداري فساد تورن کړى وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.