Language

مزارشريف (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): د شمال زون په نهو ولايتونو کې د ماينونو د کشف او شنډولو په موخه د انجنيرۍ ډلې فعالې شوې او نوي تجهيزات ور وسپارل شول.

د شمال زون د سوله ساتو ځواکونو (ايساف) قوماندان جنرال ولمر (Velmer) د زمري په ۲۴مه په مزارشريف کې د بلخ ولايت له امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په شمال کې امنيتي حالت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.

نوموړي زياته کړه، چې له روژې وروسته د افغان ځواکونو په مرسته وړوکى اختر په ښه توګه ترسره شو.

د هغه په وينا، د شمال زون په نهو ولايتونو کې د دولت وسله وال مخالفين له افغان ځواکونو سره د جګړې وس نه لري؛ خو د سړک غاړې د ماينونو له لارې عامو خلکو او افغان ځواکونو ته ستونزې جوړوي.

جنرال ولمر وويل، چې دوی په همدې موخه د شمال زون د نهو ولايتونو کې د انجنيري ډلو ته زده کړې ورکړې او په نويو تجهيزاتو يې سمبال کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد ډلو له لارې اوس د شمال زون د نهو ولايتونو ملي پوليس په مسلکي توګه ماينونه کشف او شنډولى شي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس وويل، چې په بلخ ولايت کې د ملي پوليسو او عامو خلکو پر وړاندې د امنيت يواځېنى ګواښ د سړک غاړې ماينونه دي، چې د مخالفو وسله والو له خوا په پټه اېښودل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د انجنيرۍ څانګې له فعالېدو سره دوی په تمه دي، چې د ماينونو د ګواښ کچه به خورا ټيټه شي.

د هغه په وينا، نن دوی ته د ماينونو د کشف او شنډولو لسګونه تجهيزات ورکړل شول، چې د امنيه قوماندانۍ د انجنيرۍ څانګه به ترې ګټه اخلي.

مل پاسوال احساس وويل، چې تر دې دمه هم پوليسو د خلکو په مرسته په ځينو سيمو کې ماينونه کشف او شنډ کړي دي؛ خو دغه چاره يې ډېری وخت په غير مسلکي توګه او په کمو تجهيزاتو ترسره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، له دې وروسته هيله لري، چې د دښمن دغه تکتيک ته به هم د خلکو د ملاتړ او د نوو تجهيزاتو په مرسته غاښ ماتونکى ځواب ورکوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو پېښې زياتې شوې چې له امله يې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.