Language

هلمند کې چاودنو اته ملکي وګړي وژلي

لښكرګاه (پژواك ۲۶ زمرى ۹۲): د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د ماين چاودنې اته ملكي وګړو ته، چې ماشومان او ښځې هم په كې شامل دي، مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند ولايت د دفتر رييس لعل محمد احمدي د زمري په ۲۶مه پژواك اژانس ته وويل، پېښه نن سهار شپږ بجې د مارجې د سيستاني په سيمه كې د ملكي خلكو پر يوه ټونس موټر رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه، چې يوه مېرمن او درې ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او درې تنه ټپيان دي.

د ولايت د دفتر رييس زياته كړه، د پېښې قربانيان د يادې سيمې اوسېدونكي دي او غوښتل يې لښكركاه ښار ته ولاړ شي.

نوموړي د چاودنې پړه پر وسله والو واچوله.

د سيمې يو اوسېدونكى اختر محمد وايي، ياده چاودنه د سيستاني سيمې د حاجي صدوخان په كلي كې رامنځته او اتو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ د نوكرزو او شكر زو په كليو كې د ماين په دوو جلا چادونو كې درې مېرمنې وژل شوې او يوه بله ټپي ده.

په لښكرګاه كې د ايميريجنسي روغتون مسوولين وايي، د مارجې له پېښې درې ټپيان ور وړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازك دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.