Language

کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر اجنډا بشپړه شوې او ټاکل شوې د روانې ميلادي مياشتې په وروستۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې وويل، چې ولسمشر کرزى به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره پر امنيتي مسايلو، له ترهګرۍ سره د پاکستان د ريښتينې او عملي مبارزې، د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي.

د نوازشريف له ټاکل کېدو وروسته دا د ولسمشر کرزي لومړى سفر دى چې اسلام اباد ته يې کوي.

د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې نوازشريف د يو بلنليک له لارې له کرزي څخه غوښتي، چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

افغان حکومت تمه لري چې د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان نوى حکومت له افغانستان سره د اړيکو نوى باب پرانيزي او اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي سفر وشي کولى پاکستان قانع کړي، څو د افغانستان د سولې په پروسه کې ريښتيني همکاري وکړي.

افغان چارواکي ټينګار کوي، چې دغه سفر بايد تشريفاتي بڼه ونه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا لامل شي.

حامد کرزي په تېرو شاوخوا دوولسو کلونو کې ١٩ ځلې پاکستان ته سفرونه کړي دي.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې دوه مخى سياست کاروي، له طالبانو او القاعدې ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز د جرمني په مونيخ کې د دولت د اپوزېسيون د ناستې په غبرګون کې وويل، حکومت ترجيح ورکوي چې د هېواد د وضعيت په اړه ټولې ناستې او کتنې په افغانستان کې وشي.

دى وايي، چې اوسمهال په افغانستان کې د دې ډول ناستو ترسره کېدو ته شرايط او امکانات برابر دي.

ده زياته کړه: “خو که د دولت د سياسي اپوزېسيون يوه ډله يا استازي تصميم نيسي چې ځينې ناستې يې له هېواد بهر وي، دا يې خپله پرېکړه ده.”

د مونيخ په دوه ورځنۍ ناسته کې، چې تېره ورځ پيل شوې، د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود، د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح په ګډون د ځينو افغاني سياسي ګوندونو استازي برخه لري.

د ملي جبهې وياند ويلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې، ټاکنو او امنيتي وضعيت په اړه خبرې کېږي.

Related Topics