Language

چاريکارو کې د ملي امنيت يو کار کوونکى ووژل شو

چاريکار (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): وسله والو طالبانو د پروان د ملي امنيت يو کار کوونکى د دغه ولايت په مرکز کې وژلى دى.

د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال لطف الرحمان رشاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د ملي امنيت کار کوونکى ٤٥ کلن عبدالقادر تېره ورځ د مرکز اړوند په توغبردي سيمه کې له خپل کور څخه دفتر ته پلى پر لاره و، چې د وسله والو له خوا په بريد کې ووژل شو.

 هغه وويل، چې د ملي امنيت دغه کار کوونکي له چا سره شخصي دښمني نه لرله او قاتلان يې تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

وسله والو طالبانو ويلي، چې قادر د پروان د امنيت مدير و او د دوى کسانو وژلى دى.

Related Topics