Language

د چپرهار د پوهنې مدير ووژل شو

جلال اباد ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير د وسلوالو لخوا ووژل شو.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري د زمري په ٢٨مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير سرمعلم عظيم نايل نن سهار په اوه بجو د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى د جلال اباد ښار په لوري روان و، چې د ولسوالۍ د حافظانو په سيمه کې د وسلوالو لخوا له موټره ښکته کړى شوى او بيا وژل شوى دى.

شينواري وويل چې تر دې پېښې وسلوال له سيمې څخه تښتيدلي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان په دې اړه ناخبري وښوده.

سرمعلم عظيم نايل د مشرانو د جرګې د رييس فضل هادي مسلميار ماما و.

تر دې مخکې هم په چپرهار ولسوالۍ کې يو شمېر دولتي مامورين وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت امنيت خراب شوى، د جلال اباد ښار ترڅنګ په نږدې او لرو ولسواليو کې هره ورځ امنيتي پېښې رامنځته کېږي.

ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ښوونې او روزنې پر مامورينو هم بريدونه زيات شوي دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په تېر يوه کال کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې تر سلو پورې د پوهنې کارکوونکي وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.