Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 

کابل ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : نن د کابل پلازمينې په ګډون په ټول هېواد کې د خپلواکۍ کليزه لمانځل کېږي.

پخواني پاچا غازي امان الله خان ٩٤ کاله مخکې په همدې ورځې له انګريزانو څخه خپلواکي بېرته واخيسته.

نن ددې ورځې پيل د ملي دفاع وزارت لخوا د ٢١ توپونو سلامۍ سره پيل شوه، وروستو ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګيډۍ کېښودې.

د خپلواکۍ څلى، چې د ملي دفاع وزارت په ساحه کې دى، د لوړو شخصيتونو او قهرمانانو په تصويرونو، چې په ورستيو څو لسيزو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى، ښکلى شوى و.

د يادونې ده، په تېرو کلونو کې به د خپلواکۍ ورځ په ډېرو شانداره مراسمو نمانځل کېده، خو پنځه کاله مخکې چې کله د عيدګاه جومات مخې ته د خپلواکۍ مراسم د وسلوالو مخالفينو د بريد له امله ګډوډ شول او ولسمشر کرزي او نورو ګډونوالو دغه جشن پرېښود، له هغه وروسته دغه ورځ ډېر کمرنګه او پيکه نمانځل کېږي.

د يو شمېر هېوادونو ولسمشرانو هم د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو ولسمشر کرزي او افغانانو ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.

ټاکل شوې ده، چې نن د ځينو بنسټونو او ټولنو لخوا دا ورځ په شاندارو مراسمو کې ولمانځل شي.

په دې ټولنو کې د افغان ملي غورځنګ لخوا د کابل د نادر خان پر تپې نن مازيګر يو لړ مراسم په مراسم کې نيول شوي دي .

ددې ټولنې مسوولين وايي چې په دې نمانځغونډه کې د خپلواکۍ په اړه تاريخي او علمي ويناوې، مشاعره، ملي ترانې، اتڼونه او لوبې په پام کې نيول شوې دي. د غونډې تر پيل د مخه به په همدې ورځ د ملي غورځنګ کاروانونه د کابل ښار په واټونوکې له ملي ترانو سره اتڼونه او مارشونه هم ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.