کابل (پژواک ٢٨ زمرى ٩٢): د پاکستان د کرکټ له ٢٣ کلونو کم عمره لوبډلې په سينګاپور کې د اسيا د مخ پر ودې هېوادونو د کرکټ په سياليو کې افغانستان ته له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته ماتې ورکړه.
د اسيا د اتو پياوړو لوبـډلو په ګډون دغه سيالۍ نن (د زمري ٢٦مه) په سينګاپور کې پيل شوې.
يادې سيالۍ پر دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوې، چې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نيپال او بنګله دېش په الف، سريلانکا، متحده عربي امارات او سينګاپور کې په ب ګروپ کې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان نن خپله دويمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د پاسکتان لوبډلې پچه وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د هوتک په وينا، د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او سيالې ډلې ته يې د ١٤٣ منډو هدف کېښود.
د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي حشمت الله شهيدي پخپله لومړۍ لوبه کې ٥٢ منډې جوړې کړې، دغه راز محمد ٢١ او اصغر ستانکزي ١٨ منډې جوړې کړې.
فريد هوتک وويل، چې د پاکستان لوبډلې ډېره ښه لوبه پيل کړې وه او داسې ښکارېده ، چې په اسانۍ سره به دا هدف ترلاسه کړي، خو دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله هغوى له سختو ستونزو سره مخامخ شول.
يو وخت ددې امکان هم پيدا شوى و، چې افغانستان دا لوبه وګټي خو د پاکستان وروستيو لوبغاړو حوصله له لاسه ورنکړه او ياد هدف يې په ٤٩ اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري حميد حسن ، حمزه هوتک او محمدنبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې افغانستان د زمري په ٣١مه له هندوستان سره وروستۍ لوبه وکړي. په هر ګروپ کې چې کومه لوبـډله دوه لوبې وګټي هغه بل پړاو يا نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.
افغانستان له دې مخکې نيپال ته ماتې ورکړې وه.
د يادونې ده، په دغو سياليو کې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سريلانکار له ٢٣ کلونو کم عمره لوبغاړو لوبډلو او د پاتې نورو څلورو لوبـډلو ملي لوبډلو برخه اخيستې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP