Language

په جلال اباد کې د غازي امان الله پر قبر د ګولونو ګيډۍ کېښودل شوه

جلال اباد ، لښکرګاه (پژواک٢٨زمرى٩٢): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان په مزار کې د هغه پر قبر د ګولونو ګيډۍ اېښودلو سره د خپلواکۍ ٩٤مه، کليزه ونمانځل شوه.

 

پخواني پاچا غازي امان الله خان ٩٤ کاله مخکې په همدې ورځې له انګريزانو څخه خپلواکي بېرته واخيسته.

د ننګرهار د ولايتي چارواکو په ګډون يو شمير نورو عامو وګړو نن سهار د غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګيډۍ کېښوده او د نوموړي مزار ته نږدې نظامي قطعه تقديم او ټول مراسم اجرا شول.

وروسته د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ورځې په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې سلګونو دولتي او ملکي وګړو ګډون کړي وو.

 

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې غازي امان الله خان له ننه ٩٤ کاله وړاندې له انګريزانو څخه خپله خپلواکي بيرته واخيسته، چې نن يې پر وياړ دوى سره راټول شوي دي.

په دغه غونډه کې د ننګرهار و ولايتي چارواکو په ګډون د ايران،پاکستان او هند کونسل جنرالانو هم ګډون کړي و.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلي لېوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ پژواک ته وويل چې دوى به د غازي امان الله خان لخوا ٩٤ کاله وړاندې د ګټلې خپلواکۍ ساتنه کوي.

نوموړى زياتوي چې افغان ملي اردو ځواکونه به په هېڅ  قيمت نورو ښکيلاګرو ته دا اجازه ورنه کړي چې د افغانستان امنيتي وضعه ګډه وډه کړي.

لونګ زياتوي: (( د خپل وجود په وينه به دغه وطن ساتو او پالنه به يې کوو))

بلخوا يو شمير ننګرهاريان شکايت کوي چې د ناسمې امنيتي وضعې له امله سږنۍ د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونه نمانځل شوه.

د ځوانانو د منتخب فدراسيون مشر نور احمد نوراني پژواک ته وويل چې د خپلواکۍ ورځ بايد په ټول هېواد کې په ميلو او جشنونو سره نمانځل شوى وى، خو له بده مرغه په ننګرهار کې هر څه يواځې نمايشي و.

هغه زياته کړه : (( دلته غازي امان الله خان دفن دى او پکار دا وه چې دلته خو دا ورځ په ښو شاندارو مراسمو سره نمانځل شوى وى))

دى وايي چې يو شمير نورو مدني نهادونو غوښتل چې ننۍ ورځ ونمانحي مګر له ناسم امنيتي چاپيريال له وجې  ډېرى نهادونو خپلې نمانځغونډې جوړې نه کړې.

بلخوا نن سهار د چپرهار د پوهنې مدير نن سهار د ناپيژانده وسلوالو له لورې ووژل شو.

يو شمير سرچينې وايي چې نوموړى د ترانې د ټيم سره يوځاى جلال اباد ته راتلو تر څو د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې برخه واخلي.

 

دغه راز په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د خپلواکۍ ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې لويه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې والي جنرال محمد نعيم، ځايي چارواکو، قومي مشرانو او لسګونو ښاريانو برخه اخيستې وه.

تېره شپه د لښکرګاه د ښاروالۍ په ودانۍ کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ملي بيرغ پورته کړى شو او د اور لوبې مراسم ترسره شول.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.