Language

د زابل د ښاري څارنوالۍ رييس ووژل شول

غزني (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې د زابل د ښاري څارنوالۍ رييس مولانا اسمعيل د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د زابل ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد څارنوال تر کوچني اختر يوه اونۍ مخکې وسله والو د غزني په مقر ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړى و.

خبرپاڼه زياتوي، څارنوال اسمعيل د اداري کارونو په موخه کابل ته تللى و، خو د بېرته راستنېدو پر مهال وسله والو له موټره ښکته کړ او تر ١٥ ورځې بند وروسته يې پرون مازديګر وژلى دى.

خبرپاڼه کاږي، د زابل والي اشرف ناصري څارنوال اسمعيل د هېواد ريښتينى بچى وباله او ولس ته يې د هغه د صادقانه کار کولو ستاينه وکړه.

خبر پاڼه ليکي، د هېواد غليمان نه شي کولى د هېواد د ريښتينو بچيانو په وژنه خپلې موخې تر لاسه کړي.

د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون هم مني، چې د زابل د ښاري څارنوالۍ رييس د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

سباوون زياتوي، وسله والو په مقر ولسوالۍ کې ١٧ کسه له موټرو ښکته کړي، چې د څارنوال اسمعيل په ګډون يې ٩ تنه ووژل او اته نور اوس هم له هغوى سره په بند کې دي.

نوموړى دا نه مني، چې په ولسي جرګه کې د کندهار وکيله فريبا احمدي هم له وسله والو سره بندي ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر يوه ورځ مخکې وسله والو اته مسافر له دولت سره د اړيکو په تور  له موټره ښکته کړل او څو ورځې وروسته يې ووژل.

 وسله والو طالبانو د زابل د ښاري څارنوالۍ د رييس د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics