Language

د لسو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو

جلال اباد (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٢): د لغمان  په مربوطاتو کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملياتو پرمهال ١٤ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

  د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا نن سهار د ذوالفقار په نامه عمليات پيل شوي دي.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دغو عملياتو کې تردې دمه لس وسله وال مخالفين وژل شوي، ٤ ټپيان او ٤ نور هم وسله والو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.

 سرچينه کاږي، په دغو عملياتو کې، چې د الينګار ولسوالۍ اړوند د حکيم اباد، کټه سنګ او ګل ارام په سيمو کې ترسره شوي، دوه ملي پوليس هم ټپيان شوي دي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عملياتو پرمهال له مخالفو وسله والو څخه يوه پيکا، يو راکټ لانچر او ۳ کلاشينکوفونه د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او ۷ موټرسايکلونه يې هم له منځه تللي دي.

 وسله والو مخالفينو په دې اړه تردې مهاله څه نه دي ويلي.

Related Topics