غزني (پژواک ۲۹ زمری ۹۲): چارواکي وايي، تېره ورځ يې د غزني په مقر ولسوالۍ او پکتيکا کې هغه ١٨ وسله وال غله نيولي، چې د کابل –کندهار پر لويه لاره کې په غلاوو او د دوو موټر چلوونکو پر وژنه تورن وو.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده د زمري په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان به د خلکو په مخکې محاکمه او د قانون له مخې به سزا ورکړل شي.
دغو کسانو تر کوچني اختر دوه ورځې مخکې د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني ښار د روضې کلي دوه موټر چلوونکي وژلي و او د هغوى پر غوړيو بار موټر يې له ځانه سره بيولى و.
د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد پژواک اژانس ته وويل، چې د غلو او قاتلينو دغه ١٢ کسيزه ډله د غزني د ګيلان او د زابل د شاجوى ولسوالۍ تر منځ نيول شوې ده.
عابد وايي، د دې ډلې شپږ نور شکمن ملګري تېره ورځ د پکتيکا پوليسو نيولي او بيا يې د غزني څارنوالۍ ته سپارلي دي.
نوموړى زياتوي، چې نيول شوو کسانو د غلاوو او د دوو موټر چلوونکو د وژنې پر جرمونو اعتراف کړى دى.
نن د زمري په ٢٩مه د غزني د مرکز روضې کلي لسګونه خلکو او قومي مشرانو د ولايت په تالار کې د غزني له چارواکو وغوښتل، چې د دوو موټر چلوونکو په وژنه تورنو کسانو ته دې د اعدام سزا ورکړل شي.
د روضې کلي يو قومي مشر حاجي خداداد وايي، که دغو کسانو ته په عام محضر کې د اعدام سزا ورکړل شي نو د نورو جرمونو او وژنو مخه به ونيول شي.