جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه سلګونه کورنيو د نا امنيو له امله کډې کړې دي.
د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې وروستيو نا امنيو د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي کډې کولو ته اړ کړي او يو شمېر نور يې د کډو په حال کې دي.
د دوى په وينا، چې دولتي مامورينو ته هم په دې ولسوالۍ کې اوسېدل ګران شوي، له همدې امله ډېرى دولتي کارکوونکو نورو سيمو ته کډې کړې دي.
بټي کوټ د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده چې ډېرى مهال ترې د جنګونو او نا امنيو راپورونه ورکول کېږي، وسله وال مخالفين لويې لارې ته راوځي، پر بهرنيو او کورنيو ځواکونو بريدونه کړي .
د بټي کوټ د باريکاب قومي مشر حاجي محب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يواځې د باريکاب، مشواڼو او لاچپور څخه له زرو زياتې کورنۍ کډې کولو ته مجبورې شوې دي.
د ده په وينا، شاوخوا ٩٠٠ کورنۍ د ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو او له ٢٥٠ څخه زياتې کابل او نورو ګاونډيو ولايتونو ته کډې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((اکثره کورنۍ د بړو ډاګ، حصارشاهي ډاګ، ګردي کڅ، تګاب کيمپ، بهسودو زنګويي او يو شمېر نورو سيمو ته کډه شوې دي.))
حاج محب الله وايي، دا هغه کسان دي چې په ښار کې د کورونو د کرايې وس نه لري او په يوه کور کې دوه او يا هم له دې ډېرې کورنۍ ژوند کوي.
دغه قومي مشر زياتوي، د وروستي لېست له مخې چې دوى د کډوالو په برخه کې جوړ کړى شاوخوا ١٢٠٠ کورنۍ دوى له ځانه سره ثبت کړې دي.
ځايي مشر ملک عبدالحکيم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د بټي کوټ په انبارخانې، چهاردهي، مشواڼي، لاچپور او باريکاب کې د وسله والو فعاليتونه زيات شوي او هره ورځ يادې سيمې د جګړې شاهدې وي.
نوموړى وايي، چې په وروستيو نښتو کې د دوى په سيمه کې شاوخوا لس ملکي وګړي وژل شوي او له ١٥ زيات ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((له اکثره خلکو سره د کرايې پيسې نه وي، چا غوا خرڅه کړې او کډه يې بار کړې ده او چا ځمکه ګرو کړې ده.))
ملک عبدالحکيم وايي، چې د ګڼو خلکو ونې، بوټي او فصلونه ورته د اوبو د نه رسېدو له امله سوځېدلي دي.
د ده په خبره، چې په باريکاب او ګاونډيو سيمو کې يې دومره څوک نشته چې ونو او بوټو ته يې اوبه ورکړي.
بړو ډاګ ته راکډه شوي نظام الحق پژواک ته وويل، چې په کلي کې يې وسله وال له کورنود کمين په توګه کار اخيست او د جګړې پر وخت کې به يې پر افغان ځواکونو د دوى له کورونو ډزې کولې، له همدې امله کډې کولو ته اړ شول.
هغه زياته کړه: (( زما له کوره به يې ډزې پيل کړې، ملي اردو به مجبوراً پر کور ډزې کولې او موږ به په کې ژوبلېدو.))
د ده په خبره، چې اوس يې خپل کورونه او فصلونه پرېيښې دي او دا وخت د بړو په داسې ډاګ کې مېشت دي چې د څښلو اوبه او سرپناه نه لري.
له لاچپوره ګردي کڅ ته کډه شوي حاجي سليمان پژواک ته وويل، چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ده په وينا، په ګردي کڅ کې د پاکو اوبو له نه شتون، همداراز د خوراکي توکو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، مګر تر دې مهاله يې دولت غم نه دى خوړلى.
د نوموړي په خبره، په روانو جګړو کې يې د سيمې ډېر بې ګناه کسان د دولت او وسله والو مخالفينو په جګړه کې وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک نصيب وايي، چې د باريکاو سربېره د لوړتۍ، سې پاى او شبدياني له کليو هم يو شمېر دولتي او غيرې دولتي کسانو کډه کولو ته مجبور شوي دي.
نوموړى وايي، چې په وروستيو کې امنيتي ستونزې تر دې حده ورسېدې چې وسله والو پر کورونو هم بريدونه پيل کړي وو.
دى زياتوي: ((دولت هم پاملرنه نه کوي، بايد سيمه ييز پوليس فعال کړي، تر څو د وسله والو جرړې ختمې شي.))
د ننګرهار د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي دوى ته عارض شوي دي.
نوموړى وايي، چې په حصارشاهي، کابل کيمپ، بړو ډاګ او يو شمېر نورو سيمو کې يې سروې کړې او له يو شمېر کورنيو سره يې مرستې کړې دي.
د فقيرزي په خبره، چې د مرستو په لړۍ کې يې له يو شمېر کورنيو سره نغدي مرستې هم کړې دي.
ده وويل: ((د هرې کورنۍ سره مو ١١ زره افغانۍ مرستې کړي، همداراز دکورسامان خېمې او نور خوراکي توکي مرستې مو ورسره کړي دي))
د کډوالو چارو رييس وايي، چې لا هم د دوى سروې روانه ده او د بټي کوټ ولسوالۍ له کډوالو سره به مرستې وکړي.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي د يادې موضوع په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي وايي، چې دوى هڅه کوي چې د وسله والو فعاليتونه له شنډېدو سره مخ کړي.
ده وويل، چې د پخوا په پرتله امنيتي ستونزې ورځ تر بلې په کمېدو دي، خو د خلکو د کډې کولو په اړه يې معلومات ورنه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP