Language

ننګرهار کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ټپي او دوه ساتونکي يې ووژل شول

جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې چاودنې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ټپي کړى او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ښېوې ولسوالۍ د شګي په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان شيخ اکرم پر موټر شوې ،چې له امله يې هغه ټپي او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

خو د عبدالرحيم په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه نور پوليس ټپيان شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، په چاودنه کې يوه ښځه هم ټپي شوې، ويل کېږي چې دا ښځه د شيخ اکرم مېرمنه ده.

دى وايي، چې چاودنه زوروره وه او د يادو پوليسو موټر هم ويجاړ شوى دى.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې دوى ته شيخ اکرم راوړل شوى  او د هغه روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شيخ اکرم پخوانى جهادي قوماندان و او په دې وروستيو کې د سيمه ييزو پوليسو له ليکو سره يو ځاى شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.