کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د افغان ښځو شبکې له استازو سره په کتنه کې وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې له هېڅ ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر د ولسمشرۍ پر ټاکنو او د ځينو نورو ملي مسئلو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه ليکي، چې ولسمشر کرزي د ځينو کورنيو او بهرنيو رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې ګويا کرزی د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له ځانګړي کانديد څخه ملاتړ کوي.
تېره اونۍ ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل، چې ولسمشر په يوه ناسته کې له ځينو سياسي مشرانو غوښتي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د دعوت اسلامي ګوند د مشر عبدالرب رسول سياف له کاندېدو ملاتړ وکړي.
خو ولسمشر په نننۍ کتنه کې ويلي: “زه له هېڅ ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه کوم، دا د افغانستان د خلکو حق دی ، چې په خپله خوښه خپل راتلونکی جمهور رييس د خپلې ازادې رايې د کارولو له لارې وټاکي.”
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
په نننۍ کتنه کې د افغان ښځو شبکې په استازيتوب مېرمن شفيقې حبيبي خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې حبيبي د هېواد په کچه د مېرمنو د امنيت د خونديتوب، د لويې څارنوالۍ د مرستيالې په توګه د يوې مسلکي او تجربه لرونکې مېرمنې د ټاکل کېدو، د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځينه قاضيانو د شموليت، د ښځينه رضاکارانو د بورد د جوړېدو او په ولسي جرګه کې د اهل هنودو د ونډې د تضمين غوښتنه وکړه.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، ولسمشر کرزي د افغان ښځو د شبکې د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته ويلي، له دې امله چې ښځې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري، د افغانستان حکومت هڅه کړې، چې د ښځو لپاره مناسبې څوکۍ په پام کې ونيسي.
حامدکرزي ډاډ څرګند کړى، چې د افغان ښځو شبکې د غوښتنو او وړانديزونو په اړه به لازم اقدامات ترسره شي.