جلال اباد (پژواک ٣١ زمرى ٩٢): د پاکستان له خاورې د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ لسګونه توغندي ويشتل شوي دي.
د نورستان د والي وياند محمدظاهر بهاند د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر مازديګر راهيسې د پاکستان له خاورې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ پر ګوردېش سيمه لسګونه توغندي ويشتل شوي دي.
نوموړى وايي، چې د شپې تر ناوخته شاوخوا ٤٠ توغندي راتوغول شوي وو.
ده زياته کړه: ((توغندي لا هم يو، يو راځي او په ګوردېش سيمه کې لګي.))
د بهاند په وينا، چې په توغنديو کې يو شمېر څاروي له منځه تللي او همداراز ځينې کورونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړ شوې دي.
نوموړي د ځوابي بريد په اړه څه ونه ويل.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کامدېش پر ګوردېش له تېرې ورځې توغندي راځي، خو مرکزي ادارې يې په اړه تر اوسه کوم کوټلى ګام نه دى پورته کړى.
نوموړي پر مرکزي حکومت غږ وکړ، چې د ډيپلوماتيکو اړيکو له مخې دې دغه ستونزه هواره کړي او يا دې هم د پاکستان سفير رسمي احضار کړي.
ده وويل، چې په ګوردېش کې ګڼو خلکو ته مالي زيانونه اوښتي او لا هم شېبه په شېبه توغندي راځي.
ياده دې وي، دا لومړى ځل نه دى چې د نورستان پر يو شمېر سيمو د پاکستان له خاورې توغنديز بريدونه کېږي، بلکې له دې وړاندې پر ننګرهار او کونړ ولايتونو هم ورته توغنديز بريدونه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP