Language

کابل ( پژواک ٣١ زمرى ٩٢): په خوست کې د عبدالحى حبيبي لېسې په جوړيدو سره د ٥٠٠٠ زده کوونکو د ځاى د نشتوالي ستونزه حل شوه.

د خوست ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته را لېږل شوې خبرپاڼې د دغه ولايت د پوهنې د رييس له خولې ليکلي،چې د دې لېسې ودانۍ درې پوړيزه ده او په خوست ښار کې جوړه شوې ده.

سرچينه زياتوي، د عبدالحى حبيبي لېسه پنځه زره زده کوونکي لري، چې د زده کوونکو د زيات تعداد له امله  يې پخواني تعمير د دې ظرفيت نه درلود، چې ټول شاګردان دې په کې ځاى شي.

خبرپاڼه د خوست والي عبدالجبار نعيمي له خولې ليکي،چې په ښار کې  مهمه، بنسټيزه، د فکري رغونې اساسي  او علمي پروژه ګټې اخېستنې ته سپاري.

نعيمي زياتوي،چې ودانۍ دېرش درسي او شپږ  اداري خونې او څلور عصري تشنابونه لري، چې د يو نيم کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې ده .

د ودانۍ د جوړېدو لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري ورکړل شوى،چې  ٢٨ ميليونه افغانيو ته رسيږي.

خبرپاڼه زياتوي،په دې اړه د لېسې په ودانۍ کې غونډه هم جوړه شوې وه،چې په کې د خوست والي،د ولايتي شورا استازيو،د پوهنې رياست او د نورو ادارو مشرانو،ديني علماوو او قومي مشرانو په کې ګډون کړى و.

د يادولو ده، چې دا مهال دخوست په مرکز او ولسواليو کې ( ٢٩٢ زره ) زده کوونکي، چې له دې جملې يې (٩٤زره)  نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

Related Topics