ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ايران استخباراتي لاسوهنې وغندل شوې

په هرات کې د ايران استخباراتي لاسوهنې وغندل شوې

author avatar
22 Aug 2013 - 17:52
په هرات کې د ايران استخباراتي لاسوهنې وغندل شوې
author avatar
22 Aug 2013 - 17:52

هرات ( پژواک ٣١ زمري ٩٢) په هرات ښار کې د مدني ټولنو او د مرکز په ګډون د ١٥ولسواليو لسګونه خلکو په دې ولايت کې د ايران لاسوهنې وغندلې.

دې کسانو په ايران تورلګاوه،چې د هرات تر څنګ په فراه،بادغيس او نيمروز ولايتونو کې پټې استخباراتي لاسوهنې کوي.

د مدني ټولنې يو تن استازي غلام حسن مجروح وويل،چې ايران د هرات د سلما او فراه کې د کمال خان بندونو د پروژو په کارونو کې خنډ او نا امني را پيدا کوي.

د سياسي حزبونو د کمېسيون رييس عبدالقهار کامل هم وايي،چې د ايران له لوري لاسوهنې د ايران په کونسلګرۍ کې تنظيميږي او بيا دغه پلان افغان چارواکي او د ولسي جرګې ځينې استازي يې  پلى کوي.

هغه زياتوي،چې ايران دلته جاسوسان لري،په پټو وېزو ايران ته سفرونه کوي، خو دولت يې مخه نه نيسي.

د هرات والي فضل الله وحيدي وايي،چې په دې اړه شکايتونه ورته رسيدلي، خو دوى په لاس کې ښکاره ثبوت نه لري.

هغه زياتوي،په دې کې شک نشته،چې دافغانستان او په ځانګړې توګه د هرات په ناامنۍ کې ګاونډي هيوادونه لاس لري،دوى دلته خپلې ګټې لټوي، خو په دې اړه تر اوسه داسې ښکاره اسناد نشته،چې د کوم هيواد د مداخلې لپاره دليل شي.

پژواک  په هرات کې دايران قونسلګرۍ له مسوولينو سره اړيکه ونيوله خو هغوې  په دې اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه وکړه.

پر ايران او پاکستان تل تورنه لګيږي،چې د افغان دولت مخالفينو ته وسلې او امکانات برابر وي

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.