کابل(پژواک،٣١ زمرى ٩٢): نن په کابل اوبغلان ولايتونو کې د وړيا حقوقي مشوره ورکولو دفترونو په رسمي توګه خپل فعاليت پيل کړ.
يادخدماتي دفترونه دټولنې اړ او زيانمنوکسانو ته په حقوقي،مالياتي، بې کورۍ او کارموندنې په برخو کې وړيا مشورې ورکوي.
ددې دفترونو دخدماتو بله څانګه دټولنيزو خدماتو قانون په اړه دسيمينارونو تر سره کول، داړو کسان لپاره دفورمو ډکول، دعرايضو ليکل او د لومړنيو روغتيايي مرستو برابرول په بر کې نيسي.
د حقوقي مسايلو د وړيا مشورو ورکولو ياد دفترونه دافغانستان دبشري حقونو لپاره داروپايي مبارزو د مشر ډاکټر نسيمي له خوا چې مرکز يې په لندن کې دى جوړ شول.
نسيمي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې ياد پروګرام په کابل او بغلان ولايتونو کې د درېيو کلونو لپاره د انګلستان د نړيوالې پراختيايي کمېټې له خوا په ٢٦٢ زره امريکايي ډالره(١٦٨ زره انګليسي پاونډه) لګښت تر سره کيږي.
هغه زياته کړه، چې له دې پروګرام څخه معيوبين او معلولين، کونډې، يتمان او هغه کسان چې فقيران وي او نشي کولي په ډيرو برخو کې مدافع وکيلان ونيسي، نو دغه ډول کسان کولي شي، چې دياد دفتر له حقوقي مشورو څخه ګټه پورته کړي.
د نسيمي په وينا، ياد دفترونه دنورو اداري کارکونکو تر څنګ يو حقوقي مشاور هم لري.
په افغانستان کې دبشري حقونولپاره د اروپايي مبارزاتو مشر زياته کړه: ((زه فکر کوم چې ددې دفتر د جوړولو په لومړۍ مرحله کې، لږترلږه د سبا لپار يو ښه ګام پورته کړو او له دې لارې به وکولى شو، چې په راتلونکي کې ډير او پراخ پروګرامونه ترسره کړو.))