مزار شريف ( پژواک، ٢ وږى ٩٢): د بلخ د پوهنې رياست پخوانۍ مرستياله زينب عزيزي، د دغه رياست پر رييس د اخلاقي او اداري فساد تور لګوي.
نوموړې، نن د وږي په ۲مه، له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د دغه رياست رييس قيس مهراين له خپلو ښځينه همکارانو سره غيراخلاقي اړيکې لري.
عزيزي وويل : (( دفتر ته مې يوه همکاره راغله او ويې ژړل، چې رييس صيب په جمعه راغوښتې يم.))
نوموړې نه د کومې همکارې نوم واخيست او نه يې هم په دې اړه نور شواهد وړاندې کړل.
هغه، همدارنګه زياتوي، چې د بلخ د پوهنې رييس په اداري فساد کې هم ښکېل دی.
د عزيزي په وينا، نوموړي د مکتبونو د ظرفيت د لوړاوي په پروژه کې هر ښوونځي ته په شاوخوا ۲۵۰۰۰ ورکړل شويو افغانيو يواځې د يوه کتابتون او يو لابراتوار د جوړولو امر کاوه.
دې زياته کړه : ((د اوبو يو جام چې قيمت يې ۲۰ افغانۍ دی، په راپور کې ۱۸۰ افغانۍ ليکل شوې دي.))
د هغې په وينا، په دې ټولو درغليو کې د بلخ د پوهنې رييس لاس لري.
خو د بلخ د پوهنې رييس، قيس مهرايين، د نوموړې ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې د دې بې بنسټه تورونو له وجې به يې څارنوالۍ ته معرفي کړي.
نوموړي زياته کړه ((مېرمن عزيزي د دې لپاره،چې د معاونيت له پوست څخه او د اداري اصلاحاتو له ارزيابۍ وروسته زما او د بلخ د والي عطامحمد نور په لاسليک ګوښه شوه، زما په وړاندې سپکې سپورې وايي او تورونه لګوي.))
د نوموړي په وينا، مېرمن لري او د معارف ټول کارکوونکي ورته د ورور او خور حيثيت لري.
بل خوا، د بلخ يو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره د پوهنې رياست ته ورځي، ددغه رياست له خپلمنځي شخړو سر ټکوي.
د مزارشريف ښار يوه ښوونکي، ۲۶ کلن نور محمد پژواک ته وويل، چې په دغه رياست کې يې کار له يوې ورځې بلې ته ځنډېږي.
نوموړي زياته کړه :((زه د يوه لاسليک لپاره څو څو ځله دغه رياست ته ولاړم ، خو نه رييس او نه يې هم مرستيال وزګار و، چې لاسليک وکړي.))
په دغه رياست کې د اداري او اخلاقي فساد ګونګسې له ډېر وخته شته دي او د بلخ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په رياست کې ځينې اړوند شکايتونه هم موجود دي.
په شمال زون کې له اداري فساد سره د مبارزې رياست شاوخوا يوه مياشت مخکې د بلخ د پوهنې په رياست کې د اداري فساد په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي و،چې په اړه يې دوى ته ځينې اسناد رسېدلي دي.
دغه راز ياد رياست په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړى و،خو تر دې مهاله د تر سره شويو څېړنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.