هرات – جلال اباد( پژواک، ٢ وږى ٩٢) : په بادغيس او ننګرهار کې په بېلابېلو پېښو کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د وږي په ٢مه پژواک ته وويل،چې پرون ماښام پر يوه خره بار چاودېدونکو توکو ته د سرحدي پوليسو له پوستې سره نږدې چاودنه ورکړل شوه.
هغه وايي،چې دغه پېښه د بادغيس په بالامرغاب کې رامنځ ه شوې،چې يو پوليس يې وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.
په چاودنه کې د ټپي شويو پوليسو روغتيايې حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د جلال اباد- تورخم پر لاره کابل کمپ سيمه کې د وسله والو په بريد کې يو پولس وژل شوى او بل ټپي دى.
د روداتو ولسوالۍ امنيه قوماندان احمد ظاهر پژواک ته وويل ، چې پرون ماښام پوليسو له نانوايي ډوډۍ اخيسته،چې وسله والو پرې بريد وکړ او د هغوى رېنجر موټر يې له ځانه سره بوت.
د کابل کمپ اوسېدونکى او د ځوانانو د ټولنې مشر خيبر ساپى وايي، په بريد کې نانواى او يو ماشوم هم ټپيان شول،خو ټپي ماشوم نن سهار د ژورو ټپونو له امله سا ورکړه.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وايي،چې دوى ته د پېښې له ځايه د يو ملکي وګړي مړى ور وړل شوى دى.
وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP